د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولوي هيبت الله اخندزاده د طالبانو نوی مشر وټاکل شو


وسله والو طالبانو نن په لومړي ځل تاييد کړه چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.

د طالبانو لخوا نن (چارشنبه) رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د طالبانو رهبري شورا مولوي هيبت الله اخند زاده د نوي مشر په توګه اعلان کړ. د خبرپاڼې له مخه د رهبري شورا غونډه پرون په نامعلوم ځای کې وشول.

د شورا له پريکړې سره سم د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي محمد يعقوب د مرستيالانو په حېث ټاکل شوي دي.

ملا منصور د ۲۰۱۵م کال په جولايي مياشت کې هغه وخت د طالبانو مشر وټاکل شو کله چې د ملا محمد عمر د مړينې خبر په ډاګه شو. د نوموړي د ټاکنې پر سر د طالبانو په منځ کې اختلافات هم رامنځ ته شول چې په پايله کې د ملا محمد رسول په مشرۍ کې يوه ډله ورڅخه بېله شوه.

افغان او امريکايي چارواکو ويلي چې ملا منصور د سولې په خبرو اترو کې لوی خنډ و.

XS
SM
MD
LG