د پوليسو مشر وايي چې د پېښې له ځایه يو لیک هم ترلاسه شوی چې پکې په سندۍ ژبه کې پر بهرنیانو د نورو بريدونو دړکې هم ورکړل شوې دي.
په کراچۍ کې بیا بیا دغه ډول د مشکوکو وسله والو د وژل کېدو ادعا کېږي.
د خیبر پښتونخوا د نهم جماعت د انګریزۍ په نوي کتاب کې د پښتنو اتل ملک کالو خان د یو غل او ډاکو په ښودلو سره په مردان او د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې شوې او په ټولنیزو رسنیو هم په دغه ګام سختې نیوکې شوې دي
د پاکستان پلټونکې ادارې وايي، هغه دوه حکومتي چارواکي یې نیولي دي چې د افغان طالبانو وژل شوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره یې د پاکستاني شناختي کارت په جوړولو کې مرسته کړې وه.
د پاکستان حکومت ویلي چې کوم حکومتي چارواکي د غیر قانوني اسنادو په جوړولو کې ککړ ومیندل شو نو د ۱۴ کالو بند سزا به ورکړل شي.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د مېرمنو د خوندیتوب بل یوه بله مسوده تیاره کړړې ده په کوم کې چې د مېرمنو د حقونو ساتلو تر څنګ پر هغوی د ځینو بندیزونو وړاندیزونه هم شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان امر کړی دی چې ولس ته د ورکړل شوو شناختي کارډونو دې بیا کتنه وشي.
په دې کې یوه د طارق ګیدړ او بله د جماعت الدعوه القران ډله ده کومې چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې فعالې دي.
د پاکستان پوځ مشر په یو داسې وخت کې د امريکا له سفير سره ملاقات کړی دی چې د تېر خالي په ورځ د امريکا بې پلوټه الوتکې په بلوچستان کې د افغانستان طالبانو امير ملا اختر منصور په نښه کړ.
وسله والو طالبانو نن په لومړي ځل تاييد کړه چې د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ايالت کې په ډرون بريد کې وژل شوی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت وايي، دا ځل به د رویت هلال کمیټۍ غونډه په پېښور کې وشي، څو په ټول پاکستان کې خلک په یوه ورځ روژه ونیسي.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي د شنبې يا خالي په ورځ په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د امريکا ډرون حمله د پاکستان د خودمختارۍ سرغړونه وه او امريکا يې تر کولو وروسته دی خبر کړ.
نور وښیئ