د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي پر ملا منصور ډرون بريد يې پر خودمختارۍ تیری دی


هغه پاکستانی شناختي کارډ چې د رپورټونو تر مخه ملا اخترمحمد منصور استعمالاوه
هغه پاکستانی شناختي کارډ چې د رپورټونو تر مخه ملا اخترمحمد منصور استعمالاوه

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي د شنبې يا خالي په ورځ په بلوچستان کې د افغان طالبانو پر مشر د امريکا ډرون حمله د پاکستان د خودمختارۍ سرغړونه وه او امريکا يې تر کولو وروسته دی خبر کړ.

د افغان استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې ملا منصور د محمد ولي په نامه د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ درلود. پرون ناوخته نوازشريف په لندن کې خبريالانو ته وويل چې په دې اړه پلټنې کوي.

هغه وويل: ((د محمد ولي نومي کس پاسپورټ او شناختي کارډ موندل شوي دي. معلومه شوې چې هغه د قلعه عبدالله سيمې دی. تر اوسه پورې په دې اړه نور معلومات نشته . يو يا دوه ځای مو نور هم لټول پېل کړې چې آيا دغه کس د دغه سيمې سره تعلق لري کنه. نو موږ په حتمي توګه دا نه شوی ویلی چې وژل شوی کس ملا منصور دی او کنه!))

د ملا منصور په جيب کې یورو وې او له ایرانه د پاکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال یې په روپیو بدلې کړې.

افغان چارواکو په ډرون بريد کې د ملا منصور وژل تاييد کړي خو طالبان يې نه مني. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په پرونۍ خبرپاڼه کې ويلي چې وژل شوی تن له ايرانه پاکستان ته روان وو چې موټر یې په ډرون حمله کې په نښه شو.

د امريکا د دفاع وزارت بيا وايي چې ملا منصور د سولې د خبرو خلاف وو نو ځکه يې تر بريد لاندې ونيو خو دا چې هغه وژل شوی کنه، په دې اړه به تر پلټنو وروسته معلومات ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د ملا منصور مړینه نه رد کړې او نه یې تایید کړې خو یادونه یې کړې چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

ملا منصور تېر کال د ملاعمر د مرګ تر خبر راتلو مخکې د طالبانو مشر ټاکل شوی وو
ملا منصور تېر کال د ملاعمر د مرګ تر خبر راتلو مخکې د طالبانو مشر ټاکل شوی وو

بیان یادونه کوي چې امریکايي چارواکو پرون د بې پیلوټه الوتکې له حملې وروسته اسلام اباد ته خبر ورکړ.

په بیان کې همدا راز د خپرو شوېو راپورونو پر بنسټ ویل شوي وژل شوی کس د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او د ایران ویزه درلودل او پر موټر یې د افغانستان او پاکستان سرحد ته نژدې په کوچکي سیمه کې برید وشو چې د دې موټر ډرېور محمداعظم هم په کې ووژل شو.

بیان زیاتوي، اعظم د کرایي موټرو د یوې کمپنۍ ډریور و چې مړی یې د هغه خپلوانو ته سپارل شوی خو د دوهم کس د مړي د پیژندنې لپاره، د پېښې په ځای کې د ترلاسه شوېو اسنادو او معلوماتو پربنسټ هڅې روانې دي.

چارواکو ویلي دي چې د ملااخترمنصور او د ډریور مړي وروسته د کوټې یو ملکي روغتون ته انتقال او خپلوانو ته یې وسپارل شول.

روغتون ته وړل شوي مړي چې د رپورټونو تر مخه د ملا منصور او د هغه د ډريور دي
روغتون ته وړل شوي مړي چې د رپورټونو تر مخه د ملا منصور او د هغه د ډريور دي

د روغتون چارواکو ویلي چې دواړه مړي ډېر سوځیدلي وو او ملامنصور ته منسوب مړی خو بیخې پیژندل کېده نه.

فرانس پرېس خبري اژانس د چارواکو له خولې په راپور کې وايي چې د محمد ولي یا په حقیقت کې د ملا منصور مړی هغه کس ته ورکړل شو چې ځان یې د محمد رفیق په نوم د هغه وراره معرفي کړ، خو چارواکو اژانس ته ویلي دي چې له نوموړي څخه هیچا ان د اسنادو پوښتنه هم ونه کړه.

د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه تفتان کې د سرحد یوه چارواکي ایران ته د ملا اخترمحمدمنصور د سفر نېټې تایید کړي دي او فرانس پرېس اژانس ته یې ویلي چې د نوموړي په جېب کې یورو وې او له ایرانه د پاکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال یې په روپیو بدلې کړې.

XS
SM
MD
LG