د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند لخوا د توغندیو نوې ازموینې دفاعي توازن خرابوي


د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز
رفعت انجم - اسلام اباد

د پاکستان د بهرينو چارو مشير سرتاج عزيز د هندوستان په سپر سونک ميزائل تجربه د تشويش څر ګندونه کړېده او ویلي یې دي چي پاکستان به د هندوستان لخوا د ميزائلو د تجربې شخړه په نړيوال کچ راپورته کوي.

د پاکستان سرکاري راډيو د سرتاج عزیز له خولې لیکلي چې د هند لخوا د نوي توغندي ازموینه په سیمه کې دفاعي توازن خرابولی شي. نوموړی زیاتوي چې هیواد به یې د خپل دفاعي توان د زیاتولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

خو په پاکستان کې کارپوهان د خارجه چارو د مشير دې بېان او هند لخوا د نوي توغندي د ازمویلو په اړه څه وايي؟

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه ريټائرډ بريګيډيئر محمود شا وويل چې هندوستان ته دا ټيکنالوجې امريکا ورکړېده چې دده په اند دا د تشويش وړ ده او پاکستان له پکار دي چې دا خبره په نړيوال کچ راپورته کړي.

خو په لاهور کې د دفاعي چارو یو بل کارپوه پروفېسر حسن عسکرې بیا وايي چې د پاکستان لخوا داسې سخت بيان مخې ته راتلل، د هند او د امريکا ترمنځ د نږدې اړیکو غبرګون دی.

« دا مهال د پاکستان له هند سره تاؤ تريخوالی زیات دی او امريکا سره يې هم تعلقات خرابۍ طرف ته روان دي نو پاکستان له هم دا سوچ کول پکار دي چې په موجوده وخت کې د دواړو ملکونو سره یې د تعلقاتو خرابوالی په خارجه پالېسۍ کې مشکلات پېدا کولې شي. »

د امریکا لخوا، څو ورځي مخکي په پاکستان د ايف ۱۶ جنګي الوتکو د بنديز په اړه هم د سرتاج عزيز لخوا دا بيان مخې ته راغلی و چې د امريکا او پاکستان تر منځه هندوستان خنډونه ولاړوي.

XS
SM
MD
LG