د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: د پاناما اسنادو په اړه دې له اپوزېشن سره ګډه کمېټۍ جوړه شي


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ویلي ، حکومت یې د پاناما اسنادو د مسلې په اړه بې ځنډه پلټنې غواړي.

اسلام اباد: د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ویلي ، حکومت یې د پاناما اسنادو د مسلې په اړه بې ځنډه پلټنې غواړي.

پاکستاني وزیراعظم نواز شریف دا څرګندونې د دوشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د پارلمان غونډې ته په وینا کې کړې دي.

وزیراعظم نواز شریف دا وینا له هغه وروسته کوله چې د اپوزېشن لویو ګوندونو تر ګډو سلا مشورو وروسته نوموړي ته اووه پوښتنې وړاندې کړې وې.

که څه هم د واکمن مسلم لیګ ن ډلې لوړپوړو غړو د اپوزېشن د هغو پوښتنو ځوابونه په سم دستي توګه ورکړي وو خو د اپوزېشن په غوښتنه نواز شریف پارلمان ته وینا وکړه.

نواز شریف د خپلې وینا پر مهال وویل ،په ملک کې دې د درغلیو ختمولو لپاره له اپوزېشن سره په ګډه یو کمېټۍ جوړه کړل شي او هغه دې د پاناما په ګډون نورو مسلې د ګډو سلا مشورو په رڼا کې پرمخ یوسي.

وزیراعظم نواز شریف وویل ، د پاناما اسنادو په لکونو پاڼې دي خو په یوه برخه کې یې هم په شخصي توګه د ده نوم نه دی راغلی.

په پارلمان کې د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ سید خورشيد شاه وویل ، دوی له وزیراعظم نواز شریف څخه اووه ساده پوښتنې کړې وې او هیله من وو چې نوموړی به یې په اسانۍ ځواب کړي.

د سید خورشید شاه په وینا ، د نواز شریف وضاحتي وینا ، د هغو اوو پوښتنو ځوابولو پر ځای اویا نورې پوښتنې رامنځ ته کړې.

د خور شيد شاه تر وینا وروسته په دې احتجاج کې شامل ، پپلز ګوند ، تحریک انصاف او متحده قومي موومنټ غړي له ایوانه ووتل.

د پارلمان تر ودانۍ دباندې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان خبري رسنیو ته وویل ، نواز شریف د دوی د پوښتنو د ځوابونو پر ځای بې ارزښته خبرې وکړې.

د عمران خان وینا وه چې د اپوزيشن ګوندونو په غونډه کې به د راتلونکي لپاره خپله کړنلاره ټاکي.

د یادونې وړ ده چې د تحريک انصاف مشر عمران خان په خپله هم منلې وه چې په ۱۹۸۳ کال کې یې په لندن کې د کور اخیستلو لپاره بهرنۍ کمپنۍ درلودله.

عمران خان د لندن پر هېترو ايرپورټ له خبريالانو سره په خبرو کې ومنله چې د خپل مالي چارو د مدير په مشوره يې له ټیکسه د بچ کېدو په خاطر کمپنۍ جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG