د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاناما اسناد: نواز شریف نن قامي اسمبلۍ ته حاضرېږي


اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د دوشنبې یا ګل پر مازیګر د هغه هېواد قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) ته وینا کوي او هلته به د پاناما اسنادو په اړه د خپلې تګلارې سپیناوی کوي.

د اپرېل پر درېیمه د پاناما اسنادو په اړه د کاغذونو تر افشا کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې نواز شریف د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کوي.

په هغو اسنادو کې راغلي ول چې د وزیراعظم کورنۍ غړي په پاناما کې شرکتونه لري. د دې معلوماتو په ډاګه کېدو په پاکستان کې سیاسي بحثونو او پر نواز شریف د تورونو لګولو لړۍ پیل کړه او د هېواد اپوزیشن ګوندونو غوښتنه وکړه چې نه یوازې دې د تورونو پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړل شي بلکې نواز شریف دې د پارلېمان په غونډه کې د اپوزیشن ګوندونو پوښتنو ته ځواب ووايي.

د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان وايي، د وزیراعظم پارلېمان ته حاضرېدل ښه خبره ده خو تر دې هم اړینه دا ده چې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي او د هر کس نوم چې په پاناما اسنادو کې راغلی، د هغو پلټنې دې وشي.

د پاکستان تحریک انصاف قامي اسمبلۍ غړی انجینر حامد الحق وايي، په کار وه چې وزیراعظم ډېر پخوا پارلېمان ته حاضر شوی وی.

وزیراعظم پر داسې وخت قامي اسمبلۍ ته د حاضرېدو او د بیان ورکولو پرېکړه کړې چې له یوې مودې راهیسې اپوزیشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ له غونډو څخه پرېکون اعلان کړی دی.

هلته د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند یو سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی غالب خان وايي، د پاناما اسنادو په پلمه د حکومت ضد سازش روان دی او دا چې اپوزیشن ګوندونو پر دې موضوع سیاست کوي.

XS
SM
MD
LG