تر دې وړاندې د نوموړي ګوند د پاکستانۍ ورځپاڼې دي نيوز هغه رپورټ رد کړی وو چې پکې راغلي ول چې عمران خان د نيازي سروسز لميټد نومي بهرنۍ کمپنۍ له لارې په لندن کې کور اخستی وو.
خو د جمعې په ورځ عمران خان د لندن په هېترو ايرپورټ له خبريالانو سره په خبرو کې ومنله چې د خپل مالي چارو د مدير په مشوره يې له ټیکسه د بچ کېدو په خاطر کمپنۍ جوړه کړې وه.
ده وویل”د کاونټی کرکټ د لارې راوړل شوو پېسو چې ما به يې په برتانيه کې ۳۵ فيصده ټیکس ورکولی په هغو پېسو ما کور واخستی دا ځکه چې زه د بريتانيه شهري نه وم نو فليټ مې د بهرنۍ کمپنۍ له لارې واخستلی. کله چې ما په ۲۰۰۳ م کال کې کور خرڅ کړی نو پر ما ټیکس رانغلۍ او دا هېڅ غير قانوني کار نه دی”.
په پاناما اسنادو کې د پاکستاني وزيراعظم د اولادونو د نومونو راتلو وروسته تر ټولو زيات شور د تحريک انصاف مشر عمران خان جوړ کړی وو چې دا غير قانوني کار شوی او غوښتنه کوي چې نواز شريف دې استعفی ورکړي.