د ملګرو ملتونو د تعلیم سازمان یونیسکو نن د اکتوبر پر اتلسمه نېټه ملالې یوسفزۍ ته د درنښت پیرزوینې وړاندې کړې چې د روانې اکتوبر میاشتې پر نهمه نېټه طالبانو په ډزو ژوبله کړله. نن په پېریس کې د یونیسکو په مرکز کې یې غړیو د ملالې تصویر ته د یوې شېبې چوپتیا ونیوله.
یوه پاکستاني استازي وویل چې ملاله یوسفزۍ د همت او ننګ نمونه وګرځېدله.
د رایټرز ویډيو