د امریکا د ولسمشرۍ انتخابي منډو ترړو په وروستیو پنځو اونیو کې ولسمشر باراک اوباما او د هغه رپبلیکن سیال یا ننګونکی میټ رومني په یو څو شمېر انتخابي حلقو پام ورټول کړی چې ورته د انتخابي معرکې ایالتونه ویل کېږي. تمه کېږي چې له دې سره به د نومبر پر ۲۶مه نېټه به انتخابي کمپین د انډول څوکې ته ورسېږي. په دغه ایالتونو کې یو هم ورجینیا دی چې څلور کاله وړاندې ولسمشر باراک اوباما ګټلی وو.
د امریکا ږغ قامي خبریال جیم ملون یې په اړه نور راپور لري.