د اټلي د روم ښار قامي موزیم (عجایب خانه) کې دخييبر پښتونخوا له سواته وړل شوي لرغوني آثارپه لويه پيمانه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د موزیم چارواکي وايي، چې دغه لرغوني آثار یې له پښتونخوا حکومت سره د یو تړون له مخې اټلي ته راوړي دي چې زده کونکې ترې ګټه پورته کړي.
د مشال ريډيو خبریال نيازاحمدخان د اټلي دغه موزیم ته ورغلی او د ويډيويي راپور یې پرې تيار کړی دی.