د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو پر ضد لاریون پیل کړی دی. پاکستانیو طالبانو د عمران خان دا لاریون غندلی دی. عمران خان فکر کوي چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې بې ګناه خلک وژل کېږي. امریکا وايي، په دې بریدونو کې یوازې وسله وال وژني. د بې پیلوټه الوتکو په ګڼ شمېر شویو حملو کې د طالبانو، القاعدې او حقاني وسله والې ډلې یو شمېر لوړ پوړي غړي وژل شوي دي. په دې ویډیو کې عمران خان پر حکومت انتقاد کوي چې د دوی د لاریون مخې ته یې خنډ پیدا کړ، خو د ده په وینا دی به حتماً وزیرستان ته ځي.