روس: مخالف سیاسي مشر سرګې اودالتسو ونیول شو
په روس کې مخالف سیاسي مشر سرګې اودالتسو د قانون پلي کولو چارواکو له خوا د هغه پر کور له چاپې وهلو وروسته ونیول شو او د اکتوبر پر ۱۷ مه نېټه یې د چارشنبې په ورځ د پلټنې ګروژنې کمېټې پر وړاندې د پوښتنو لپاره حاضر شو. پر ده جنايي مقدمه پورې کړل شوې چې د ولسمشر ولایمیر پوتین د ۱۲کلنې واکمنۍ پر ضد لاریونونه یې پلان کړي.