اوباما او رامني له یو بل سره په جنجال کښېوتل
د تېرې شپې (اکتوبر۱۶مه) مناظره د نومبر د شپږمې له انتخاباتو مخکې د دوو کاندیدانو تر منځ دوهمه مناظره وه. ولسمشر اوباما تېره میاشت د لیبیا په بنغازې ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ باندي د حملې مسولیت چې په لیبیا کې د امریکا د سفېر په ګډون څلور امریکایان پکي وژل شوي، ومانه، خو رامني یې تورن کړ چې له دې مسلې څخه د خپل ځان لپاره ناوړه ګټه اخلي. د رایټرز ویډيو