امن تحریک نن د شوروپه ورځ په پېښور کې د وسله والو طالبانو له لوري پر ملاله یوسفزۍ شوي برید پر ضد لاریون وکړ او دا پېښه یې کلکو ټکو وغندله. ملاله یوسفزۍ لا هم د پېښور په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ډاکترانو بیګا شپه د هغې په غاړه او بدن کې ښخې ګولۍ وېسې دي او وايي چې اپرېشن یې کامیابه وو.
د راډیو مشال ویډيو