په کارخانه کې له ناورین وروسته د پاکستان ټیکسټایل صنعت لا هم مشکلات لري
تیره میاشت د پاکستان د کراچۍ ښار د جامو په یوه کارخانه کې د اور له لګیدو چې په کې نژدې درې سوه کارکوونکي ووژل شول د دغه هیواد د صنعتي قوانینو په برخه کې خطرناکې ستونزې په ډاګه کړې. د دې غمیزې په درشل کی د دوو نورو کارخانو څښتنانو د امریکا غږ راډیو خبریال شارون بهین ته د هغو ګواښونو په اړه خبری وکړې د پاکستان ټیکسټایل کارخانی ورسره مخامخ دي.