د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې له طالبانو سره د مرستې تورونه رد کړل


د روسیې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د امريکا هغه تورونه رد کړل چې ګواکې ماسکو په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه نېټه په ماسکو کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دا تورونه بې اساسه او دروغ دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر کومندان جنرل جان نکلسن د اپرېل پر ۲۴مه نېټه په کابل کې د امريکا د دفاع وزير جېمز مېتيس سره ګډې خبرې غونډې ته وويل ''له دې سره به هېڅ اختلاف و نه کړي چې په افغان جګړه کې د روسیې ښکېلتیا کې طالبانو ته د وسلو ورکړهع هم شامله ده.''

نوموړي په دې اړه نور وضاحت ونه کړ خو تر دې وړاندې د امريکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي ول، روسیه طالبانو ته مشینګنې او نورې سپکې وسلې ورکوي.

دغه چارواکي چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبریالانو ته معلومات ورکول، دا هم ویلي ول، طالبان له روسیې اخېستې وسله په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار او روزګان کې استعمالوي.

لاوروف په دې لړ کې زياته کړه چې امريکا د دې منفي اعلاميو د ثابتولو لپاره يکي يو حقيقت يا ثبوت نه دی وړاندې کړی.

نوموړي وويل، روس دريځ لري چې طالبان بايد په افغانستان کې د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG