د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي، ایران د اټومي تړون ((د روح پابندي نه کوي))


پراګ - امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړی دی چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي موافقې ((د اصل او روح پابندي)) نه کوي او دا چې امریکا به ژر ورته خپل غبرګون وښيي.

نوموړي د پنجشنبې (زیارت) پر ماښام په سپینه ماڼۍ کې د اېټالیې له وزیراعظم پاولو ګېنتېلوني سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې خپل انتقاد تکرار کړ چې ((اټومي موافقه دومره بده وه چې یې مثال نه لري.))

ده وویل، ایران د دې موافقې ((د روح پابندي نه کوي، باید یې وکړي.))

ټرمپ وویل، ((په خورا احتیاط دا [موافقه] تحلیلوي او په نېږدې راتلونکې کې به یې په اړه څه ووايي.))

تر نوموړي یوه ورځ مخکې د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن اعلان وکړ چې موافقه د اټومي وسلو له جوړولو د ایران په منع کولو کې پاتې راغلې ده.

ده وویل، دې موافقې یوازې د اټومي وسلو جوړول ځنډولي دي.

تهران په بیا بیا ویلي دي چې اټومي پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري.

له ایران سره اټومي تړون د ۲۰۱۵ز کال په جولای کې لاسلیک شوی وو چې موخه یې د هغه هېواد اټومي پروګرام محدودول او په بدل کې ورباندې لګېدلي بندیزونه نرمول ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG