د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د خپلو سرتېرو په وژلو پاکستان ته احتجاج وکړ


د ایران او پاکستان په ګډه پوله د لسو پوله ساتو ایرانيو سرتېرو وژنې د دواړو هېوادونو اعتراض پارولی دی.

د ایران پریس ټي وي ټلویزیون د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په حواله ویلي چې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د مخالفو ګروپونو د موجودیت او فعالیت په اړه ځواب ووايي.

هغه د سعودي په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو د ځپلو په خاطر په جوړ شوي ایتلاف کې د پاکستان ګډون ته اشاره وکړه: "هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ضد ټلوالو غړیتوب لري څنګه په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو په ځپلو نه برلاسي کېږي؟"

ډان ورځپاڼې د پاکستانيو چارواکو له خولې د ایران هغه اعتراض بې ځایه بللی چې لس سرتیري یې مخالفینو ور وژلي دي. هغه مخالفین چې د ایران په باور په پاکستان کې دننه فعاله دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د وزیراعظم نوازشریف ځانګړي مرستیال سیدطارق فاطمي د ایران له سفیر سره په خبرو کې د لسوایرانيو پوله ساتو سرتېرو په وژنه خواشیني وښوده.

د بیان له مخې فاطمي همداراز ایراني سفیر ته ډاډ ورکړ چې پر پوله د امنیتټينګولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د سرتېرو وژنې پېښې څېړلولپاره به اړونده ادارې په تماس کې وي.

د ایران لس پوله ساتي ځواکونه د چارشنبې په ماښام د سیستان بلوچستان ایالت د مرجاوې ښار په سرحدي سیمو کې د ګزمې پر مهال وژل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا هم پنجشبې په اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې پېښه د ایران په خاوره کې شوې او پاکستان پرې خواشینی دی.

هغه زیاته: " تر کومه ځایه چې زه پوهیږم هغه دا دي چې دا پېښه د ایران په خاوره کې شوې ده. نو زه ډېر معلومات نه پرې لرم یواځې همدومره چې دا د ایران په خاوره کې شوې ده. خو د انسان وژل کېدل داسې یو څه دي چې نه یواځې موږ یې غندو بلکې له هغو سره هم خپله خواخوږي څرګندوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي."

د ایران پوله ساتو ځواکونو د وژنې مسوولیت د جیش العدل وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.

د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجې تل د دواړو هېوادونو په اعتراضونو تمامېږي خو دا ځل ایرانيو چارواکو د پاکستان په وروستیو لویو سیاسي او پوځي دریځونو انتقاد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG