د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په جنوبي کوریا د شمالي کوریا د ایټمي برید ګواښ ریښتینی دی'


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا په جاپان او جنوبي کوریا د ایټمي برید ګواښ ریښتینې دی او باید مخه يي ونیول شي.

پرون د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ته په خپله وینا کې نوموړي د یاد سازمان په غړیو هیوادونو غږ وکړ چې په شمالي کوریا اقتصادي بندیزونه نور هم سخت کړي او د غیرقانوني ایټمي او بالسټک توغندیو د ازموینې له کبله دې ورسره سفارتي اړیکې محدودې کړي.

ښاغلي ټيلرسن زیاته کړه چې تيرو شلو کالو کې د شمالي کوریا د وسلو د پروګرام د تړلو لپاره شوي سفارتي هڅې د ناکامۍ سره مخ شوي دي او اوس وخت راغلې دی چي د شمالي کوریا مخه اونیول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG