د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې په عراق او شام کې پر کردي سنګرونه بمبار کړی


د ترکيې پوځ د سېشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د عراق په سنجار سیمه کې يې د کردانو د کارګر ګوند او د سوريې په شمال ختیځ کې يې د «وای. جي. پي» په نامه د کرد وسله‎والو سنګرونه ویشتلي دي.

ترکیه، متحده ایالات او اروپايي ټولنه د کردانو کارګر ګوند یا «پې. کې. کې» یوه ترورېستي ډله ګڼي.

د کردانو کارګر ګوند وسله‎والو د عراق په سنجار سیمه کې تر هغه وروسته خپل شتون او خپلې کاروايانې پراخې کړې چې دغلته‌ يې د داعش له‎خوا د یزیدي اقلیت پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي لپاره ځانونه ورسول.

داعش د ۲۰۱۴ میلادي کال په اوړي په سنجار کې د مېشتو یزیدیانو پر ضد له تاوتریخوالي او زرو زیاتي کار واخېست.

د ترکيې پوځ یوه لوړ رتبه قوماندان جنرال سیمي بوسالي ویلي په سنجار سیمې د دوی په هوايي برید کې د کردانو پېشمرګه ملېشه ځواک پنځه وسله‎وال وژل شوي دي.

د ازادي رادیو د خبر مرکزي څانګې په وینا دا لومړی ځل دی چې ترکیه د عراق په سنجار سیمه کې پر کرد وسله‎والو برید کوي.

د ترکيې پوځ په تازه بمبارۍ کې د کرد وسله‎والو یوه بله ډله «وای. جي. پي» هم په نښه کړې ده.

متحده ایالات له «وای. جي. پي» یا د کردانو ډموکراتیک ځواک ملاتړ کوي او دا ډله د شام په شمال کې د داعش پرضد جګړه کې مخکښ ځمکنی ځواک ګڼل کېږي.

د شام بشري حقونو ډله چې له لندنه فعالیت کوي وايي د ترکيې هوايي برید په نتیجه کې د «وای. جي. پي» وسله‎والو درې غړي وژل شوي دي.

د کرد وسله‎والو «وای. جي. پي» ډلې په یوه بیان کې ویلي ترکيو الوتکو د دوی یوه راډیو او مخابراتي او پوځي اسانتیاوې په نښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG