د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سني وسله والو له پاکستان سره پر پوله لس ایراني ساتونکي وژلي'


د ايران رسنۍ وايي، د پاکستان له پولې د سني وسله والو په ډزو کې ايراني پوله ساتونکي وژل شوي دي.

رپورټونه وايي، د ايران په سستان بلوچستان کې ددې بريد ذمه واري د جېش العدل په نوم سني وسله والې ډلې منلی ده.

د ايران پوليس وايي، ساتونکيو په وژنه کې د اوږد واټن وسله کارول شوي او په وينا يې حتمي ذمه واره يې پاکستان دی.

خو پاکستان په دې اړه لا هم څه نه دي ويلي.

جيش العدل تر دې وړاندې هم د ايران پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او وايي چې د ايران په سیستان کې له دوی سره د سنی او بلوڅ په حيث امتياز کېږي.

سیستان بلوچستان د ايران په جنوب ختيځ کې پروت دی چې پکې د مخدره موادو قاچاق سمګلنګ او بيلتون پالو د فعاليتونو له کبله بې ثباته دی.

د دې ځای زياتره اوسېدونکي سني بلوڅان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG