په دې ټېلیفوني خبرو کې ولسمشر پوتین زور راوړ چې منځلارې مخالفې ډلې باید د داعش له وسلوالې ډلې او النصره فرنټه یوې ډډې او څنګ ته کړل شي او له ترکیې څخه و شام ته د وسلوالو او وسلو بهیر باید ودرول شي.
د جاپان په جنوب کې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي دي.د ژغورنې هڅې لاهم روانې دي، ګڼې ودانۍ د زلزلې دوهم ټکان نړولې دي.
پاکستان یو وارې بیا ویلې دي ایران ورته باور ورکړې چې خپله خاوره به یو ملک ته هم د پاکستان خلاف د استعمالولو اجازت ورنکړي.
د ناګورنو قره باغ ډېری وګړي ارمېنیايي توکمي دي، له ازربایجانه د ۱۹۸۸ــــ۹۴مو کلونو په مینځ کې یې خپلواکي اعلان کړه
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د ایسلینډ وزیراعظم، د سعودي عرب پاچا، د متحده عرب اماراتو د ابو ظبۍ امیر او د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د ده کورنۍ پټې کاروباري سوداګانې کړې دي
د ويسټ انډيز ښځينه کرکټ لوبډلې د کرکټ شل اووريزو نړيوال کپ پاي لوبه کې نن د هند په کولکته کې اسټريليا ته په اتوو ويکټو ماتې ورکړه.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي له ايرانه د نړيوالو بنديزونو تر ليرې کېدو وروسته وخت په کار دى چې دغه هېواد له نړيوال اقتصاد سره ملګرى شي.
د پنجشنبې پر ماښام عبادي وویل، دا هغه پوهان او ماهران دي چې مظاهره کوونکو یې تر میاشتو غوښتنه وکړه چې په حکومت کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.
د سې شنبې یا نهې پر ورځ دا الوتکه له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه چې یوه کس وتښتوله او د قبرص په لارناکا هوايي ډګر یې ورته د ناستې وویل.
امریکايي ځواکونو د داعش سخت دريځې ډلې دوهم مرستيال قوماندان وژلی دی.
له ال بکرويي سره دوه نور مله کسان چې سي سي ټي وي یا پټو کېمرو یې تصویرونه اخیستي ول، هم نیول شوي خو پېژندګلو یې لا نه ده شوې.
د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار مېټرو په یوه تمځي کې په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
نور وښیئ