برسلز مېشتي خپل عادي ژوند ته د ګرځېدو په هڅه دي، خو چارواکي یې وايي، د ښار په لوی هوايي ډګر او ځمکلاندې اورګاډي (مېټرو) کې ځانمرګي بریدونه دوو وروڼو تر سره کړي دي چې ۳۱ تنه یې ووژل.
فېډرال څارنوال فرېدریک وان لیوو ویلي چې د هوايي ډګر ځانمرګي بریدګر ابراهیم ال بکرويي د مارچ ۲۲نېټې تر بریدونو مخکې پر خپل کمپیوټر وصیت هم پرېښودی دی، چې اروپا یې و هېښوله او ذمه واري یې اسلامي دولتتندلارې ډلې منلې ده.
وان لیوو خبري غونډې ته وویل، د ال بکرويي ورور خالد بیا خپلځان د مرکزي برسلز ځمکلاندې اورګاډي په مېلبیک تمځي کې الوځولی دی.
نوموړي وویل، له ال بکرويي سره دوه نور مله کسان چې سي سي ټي وي یا پټو کېمرو یې تصویرونه اخیستي ول، هم نیول شوي خو پېژندګلو یې لا نه ده شوې.
ځمکلاندې اورګاډي کې ځانمرګی بریدګرو د خپلو ګوتو له نښو پېژندل شوی دی. هغه خالد ال بکرويي نومېږي، د ال بکرويي ورور وو، د ۱۹۸۹م کال په ۱۲م جنورۍ په برسلز کې زوکړی وو او د بېلجیېم وګړی وو.
فېډرال څارنوال وان لیوو وايي، "دواړو وروڼو له جرمه ډک ریکارډ درلود خو له ترهګرۍ سره یې تړاو نه وو. "
د برسلز ځمکلاندې اورګاډی، چې یوه ورځ وړاندې د ګهیځ ګڼې ګوڼې مهال پکې ورانی ترسترګو کېدلو، نن پر ۲۳م مارچ یې یوه برخه بیا چالان وه. امنیت پکې ټینګ نیول شوی دی، سرتېرو د تمځایو په ورونو کې د تلونکیو مساپرانو پنډې یا بېګونه پلټل.
د اروپايي ټولنې ادارې سیمه کې هم د ګاډو لاره پرانستل کړل شوې وه، خو زاوېنتم هوايي ډګر د مهالوېش له مخې تر ۲۵م مارچ تړلی پاتې دی.
تر بریدونو پس په بيلجیېم کې د ترهګرۍ خطر درجه لا هم لوړه ساتل شوې ده، د اسلامي دولت پر یوه ووبپاڼه لیکل شوي چې د دوی "خلافت سرتېرو یې بریدونه" کړي دي.
وان لیو ویلي چې په برید کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۷۰ نور ژوبل دي خو زیاتوي چې مړي ښايي زیات شي ځکه چې د مېټرو بمي چادونه کې ځينې ژوبل ټوټې ټوټې دي.
پر انټرنېټ خپاره شوي تصویرونه په دواړو سیمو کې زړه خپه کوونکې منظرې ښيي.
بیلجیېم د ترهګرۍ ښکار وګړو په یاد کې درې ورځنی ویر لمانځي، چې د برسلز په تاریخ د تندلاریو یو بې سارۍ برید ګڼل کېږي. دغه ښار د دواړ اروپايي ټولنې او ناټو مرکز کوربه توب هم کوي.
خپل عادي ژوند ته د ګرځېدو په هڅو کې، لاهه د برسلز وګړي د ویرونکیو بریدونو له ټکانه نه دي راوتلي.
له رویټرز سره په خبرو کې د اروپايي کمیسیون یوې کارمندې میشېلي سین وویل، له دې پېښې یې ډېر څه بیا بیا چورت وهلو ته اړوي.دا وايي دلته له ورایه د "ترهګرۍ ګواښ" څېرمه دی او د دې ښار اوسېدونکیو لپاره یې له پامه غورځول ګرانه ده.
هوډ
لینډا وان دېن بوشي بریدونه ویروونکې تجربه وبلله خو هوډ یې وښود چې په خپلر پلرني ښار کې به له ژوند تېرولو مزه اخلي.
دې وویل، ترهګري په وېروونکې توګه راجوختېږي. خو برسلز اوس هم ښکلی ښار دی. موږ خپل ژوند د ترهګرو په خوښه تېرولو ته نه پرېږدو.
د بیلجیېم کورنیو چارو وزیر جان جېمین خپلو هېوادوالو ته غږ وکړ چې ویره ځان ته مه درنژدې کوئ. نوموړي زیاته کړه، "موږ به خپل ژوند پرمخ وړو، ځکه چې ترهګر غواړي زمو ټولنه ناکراره کړي. "
په برسلز کې خونړیو بریدونه نړیوال قهرجن غبرګونونه پارولي دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د بروسلز بریدونه پر ټوله اروپا بریدونه وبلل او غوښتنه یې وکړه چې دا وچه باید د سنجیده ګواښونو پروړاندې کوټلي ګامونه واخلي.
د جرمني وزیر اعظمې انګېلا مېرکېل وویل، دغه "کړغېړن بریدونه" باید د "ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده هوډ وویني. "
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک د مارچ په ۲۲مه نېټه وویل، "دغه بریدونه د کرکې او تاوتریخوالي په ترڅ کې د ترهګرو یو بل لوېدلی عمل دی. "
د سویډن لومړي وزیر سټیفن لوفوېن وویل، دا د ډموکراټیکې اروپا پر وړاندې برید دی. "موږ پر خپلو ازادو ټولنو د ترهګرو بریدونه نشو منلائ. "
د کرېملین ویاند دمیتري پېسکوو ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه بریدونه په کله غندلي او دایې " وحشي جنایت" بللی دی.
په عین حال کې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، د لویدېځ دومخی سیاست د ترهګرو بریدونو لامل ګرځېدلی دی.
د سویډن صدراعظم سټیفان لوفین دغه حملې پر ډموکراتیکې اروپا حملې یادې کړې او ویې ویل چې اروپا به په خپلو ټولنو کې تروریستي حملې هېڅکله هم ونه مني.
د کریملن ویاند دمیتري پیسکوف وویل، د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین په سختو ټکو دغه وحشیانه جنایت وغانده.