د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین او اوباما د شام پر حالاتو ټېلیفوني خبرې کړې


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره د ټېلیفوني خبرو مهال
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال باراک اوباما سره د ټېلیفوني خبرو مهال

کرېملین وايي، د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شام پر حالاتو غږېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همغږۍ پر زیاتولو سلا کړې ده.

د دوشنبې ورځ له کرېملینه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو مشرانو د شام پر وضعه تفصيلي خبرې کړې او په دې هیواد کې یې د روس او امریکا په نوښت د رامنځ ته شوي اوربند د لا ټینګښت او بشري مرستو ته د لاسرسي اسانولو هوډ ښودلی.

کرېملین وايي، په دې ټېلیفوني خبرو کې ولسمشر پوتین زور راوړ چې منځلارې مخالفې ډلې باید د داعش له وسلوالې ډلې او النصره فرنټه یوې ډډې او څنګ ته کړل شي او له ترکیې څخه و شام ته د وسلوالو او وسلو بهیر باید ودرول شي.

د کرېملین خبرپاڼه وايي، د اپرېل ۱۸مې نېټې په دې خبرو کې دواړو ولسمشرانو د اوکراین په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل، او په وینا یې ولسمشر پوتین هیله وښودله چې د اوکراین نوی حکومت به د مینسک تړون پليکولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي .

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنېسټ وايي، روسیه باید خپلې ژمنې عملي کړي او که داسې وکړې نو له هغه يوازيتوبه به را ووځي چې په خپل ګاونډي هېواد اوکراین کې د لاسوهنې له کبله ورسرهمخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG