د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جاپان کې زلزلې ۱۹ کسان وژلي

د جاپان په جنوب کې زلزلې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي دي.د ژغورنې هڅې لاهم روانې دي، ګڼې ودانۍ د زلزلې دوهم ټکان نړولې دي.

داسې باور کېږي چې په سلګونو کسان تر ودانیو لاندې بند پاتې وي. چارواکو د شنبې په ورځ د لنډې مودې په مخه د څونامي د رامنځته کېدو خبرداري په دې پسې ورکړ چې د اووه اعشاریه یو زلزله وشوه، په دې زلزلې پسې بله یوه د اووه اعشاریه څلور ریښتر په کچه د کوماموتو ښار ته نږدې وشوه.

سیمه ییزې رسنۍ د ۴۷۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي او دا ویره څرګندوي چې د تلفاتو شمېر به زیات شي.

جاپاني رسنۍ وایي چې د نږدې دوه لکه کورونو برېښنا قطع شوې ده او په سیمه کې د څښاک د اوبو سیستم خراب شوی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG