د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصرۍ الوتکې تښتوونکي ځان چارواکو ته وسپاره


د مصر هوايي شرکت (اېجېپټ اېیر) تښتوونکي ځان چارواکو ته سپارلی دی.

د سې شنبې یا نهې پر ورځ دا الوتکه له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه چې یوه کس وتښتوله او د قبرص په لارناکا هوايي ډګر یې ورته د ناستې وویل.

د قبرص بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر ولیکل: ((هر څه پای شول... تښتوونکی ونیول شو.))

دا نه ده معلومه چې دې کس ولې الوتکه وتښتوله.

په ویډیو کې ښودل شوی چې له دې اېیر بس ۳۲۰ ډوله الوتکې څخه بهر ووځي.

کله چې الوتکه په قبرص کې پر هوايي ډګر ښکته شوه نو څه ساعت وروسته تښتوونکي ټول مساپران خوشې کړل خو یوازې پینځه بهرنیان او د الوتکې عمله یې دننه وساتله.

د اېجېپ اېېر په نوم هوايي شرکت وايي، په الوتکه کې ۵۶ مساپر سپاره ول.

د مصر الوتکې تښتوونکي زیاتره مساپران خوشې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00

د مصر وزیراعظم شریف اسماعیل ویلي ول چې تښتوونکی مصری وګړی دی چې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د لیدو غوښتنه کړې وه:

(([د الوتکې دننه] دې کس کله غوښتل چې د اروپايي ټولنې له استازو سره لیدل غواړي او بیا یې وروسته وویل چې [الوتکه] دې بل هوايي ډګر ته یووړل شي. له دې پرته نور مشخص څه نشته.))

په پیل کې مصري رسنیو خبر ورکړی وو چې دا کس په سکندریه پوهنتون کې د ژویو روغتیا څانګې استاد دی.

دا هم تر اوسه نه ده معلومه چې له تښتوونکي سره چوونکي مواد ول او که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG