د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراقي وزیراعظم نوې کابینې اعلان، مقتدا الصدر احتجاج ختم کړ


په بغداد کې د مقتدا الصدر پلویانو احتجاجي ناسته
په بغداد کې د مقتدا الصدر پلویانو احتجاجي ناسته

عراقي وزیراعظم حیدر العبادي ۱۴ کسان د کابینې وزیرانو په توګه نومولي.

د پنجشنبې پر مازیګر عبادي وویل، دا هغه پوهان او ماهران دي چې مظاهره کوونکو یې تر میاشتو غوښتنه وکړه چې په حکومت کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي د غوره شویو کسانو نومونه پارلېمان ته وړاندې کړل، خو ښايي هلته ځېنې هغه سیاستوالان د دوی مخالفت وکړي چې د سیاسي نوازش نظام ته لومړیتوب ورکوي ځکه چې دې نظام په هغوی کې له ډېریو سره د واک او پیسو په ترلاسه کولو کې مرسته کړي.

عبادي وویل دا کاندیدان یې ((د مسلکيتوب، قابلیت، ایماندارۍ او د مشرولۍ وړتیا پر اساس غوره کړي دي.))

د دې پراخ بدلون اعلان پر وخت وزیراعظم دا هم وویل چې د کابینې وزیرانو شمېر له ۲۱ څخه ۱۶ ته ورښکته کوي.

تر دې اعلان وروسته، د عراق بااثره خطیب مقتدا الصدر د بغداد په مرکز کې د خپلو پلویانو احتجاجي ناسته پای ته ورسوله چې له دوو اوونیو راهیسې روانه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG