د ويسټ انډيز ښځينه کرکټ لوبډلې د کرکټ شل اووريزو نړيوال کپ پاي لوبه کې نن د هند په کولکته کې اسټريليا ته په اتوو ويکټو ماتې ورکړه.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي له ايرانه د نړيوالو بنديزونو تر ليرې کېدو وروسته وخت په کار دى چې دغه هېواد له نړيوال اقتصاد سره ملګرى شي.
د پنجشنبې پر ماښام عبادي وویل، دا هغه پوهان او ماهران دي چې مظاهره کوونکو یې تر میاشتو غوښتنه وکړه چې په حکومت کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.
د سې شنبې یا نهې پر ورځ دا الوتکه له مصري ښار سکندریه څخه قاهرې ته روانه وه چې یوه کس وتښتوله او د قبرص په لارناکا هوايي ډګر یې ورته د ناستې وویل.
امریکايي ځواکونو د داعش سخت دريځې ډلې دوهم مرستيال قوماندان وژلی دی.
له ال بکرويي سره دوه نور مله کسان چې سي سي ټي وي یا پټو کېمرو یې تصویرونه اخیستي ول، هم نیول شوي خو پېژندګلو یې لا نه ده شوې.
د بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار مېټرو په یوه تمځي کې په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
د چارواکو له خولې ویل کېږي چې په هوايي ډګر کې له چاودنې ۱۳ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل دي. چارواکي وايي، لومړۍ چاودنه ښايي د ځانمرګۍ بم بریدکوونکي وه.
د څو لسېزو سړې جګړې وروسته د امريکا او کيوبا ترمنځ اړيکو کې د ښه والي په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما دغه هېواد ته د خپل تاریخي سفر لومړۍ ورځ د دواړو ملکونو د تعلقاتو لپاره نوې ورځ وباله.
د هوايي ډګر ترڅنګ په برسلز کې اورګاډي هم تړل شوي دي. تر اوسه د چاودنې وجه نه ده معلومه شوي.
افغان حکومت وايي له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکوپه زوره ويستل ورته د منلو وړ نه دى.
په انقره کې له خونړي بریده پس ترکي جنګي الوتکو د عراق شمال کې پر کردي یاغیانو بمبار کړی دی.
نور وښیئ