ويسټ انډيز د اسټريليا د ۱۴۸ منډو هدف په شلم اوور کې د دوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ. د ويست انډيز هيلي ميتويز تر ټولو ډيرې ۶۶ او سټيفيني ټېلر ۵۹ منډې جوړې کړي.
اتلس کلنه هیلې ميتيوز د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه. هغې له لوبې وروسته وويل: ((ډير وياړم چې ويسټ انډيز لپاره مو دا پای لوبه وګټله.))
تر دې مخکې لومړی بيټينګ اسټريليا وکړ او په شلو اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړي.
ياده دي وي چې دا لومړی ځل دی چې د ويسټ انډيز ښځينه لوبغاړو ټېم نړيوال کپ ګټي. د اسټريليا ميرمنو کرکټ لوبډلې دا کپ درې ځل ګټلی وو.
د اسټريليا د لوبډلې مشرې ميګ لينينګ له لوبې وروسته وويل تمه يې درلوده چې ښه لوبه به وکړي خو هغسې ونه شول. نوموړې زياته کړه د ويسټ انډيز جينکو ډېره ښه لوبه وکړه ځکه خو يې بريا په نصيب شوه.
د ويست انډيز لوبډلې مشرې او د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړې، سټيفيني ټېلر وويل چې پرون ورته د ويسټ انډيز د نارينه کرکټ ټېم مشر ډيرن سمي ورته په ټيليفون ميسيج واستاوه چې تاسي که دا وړتيا شته چې دا پای لوبه وګټئ. هغې زياته کړه: ((زه په خپلو لوبغاړو وياړم. موږ وګټله.))
د ويست انډيز نارينه لوبغاړو ټېم هم نن د هند په کولکته کې په نړيوال کرکټ کپ کې د انګلينډ سره پای لوبه کوي چې د پېښور په وخت شپږ نيمې پيليږي.