د دغه قانون په عملي کېدو سره به د امریکا کانګرس له ایران سره د تړون څارني تصویب او یا په ممکنه توګه د ردولو واک ولري.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سېشنبې په ورځ د دې لپاره له خپلو امنيتي سلاکارانو سره وليدل چې عراقي قبايلو ته د روزنو او وسلو ورکولو په اړه خبرې وکړي.
په عراق کې دا شیعه ملېشه سرتېري، د رمادي ښار بیرته نیولو د عملیاتو چمتوالي په ترځ کې هلته راټول شوي دي.
چين ته د لومړي وزیر مودي د سفر په اړه شنونکي باور څرګندوي چې دا به په سوهېلي آسيا کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د شمالي کوریا مشرخپل د دفاع وزیرله دې امله چې په یوې پوځي غونډه کې خوب وړی و، د خیانت په جرم اعدام کړی دی.
د یوه هېواد استخباراتي یا جاسوسي ادارې هم کم عقلې نه وي، هغوی چې مالومات خپروي نو یوه وجه یې وي.
ډېویډ کېمرون ژمنه ښودلې چې د لویې بریتانیا د لا ستروالي لپاره به د «یوه ولس» لپاره د حکومت مشري کوي.
د هند په ممبۍ کې یوه عدالت د بولي ووډ فلمي صنعت یو مشهور ستوری سلمان خان د یوه کس وژلو په تور د پنځو کلونو لپاره د بند سزا اورولې ده.
د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت د دې بحران په اړه د بحث په بېړنۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د دې ټولنې دسرحدونو د ادارې فرونټکس ژغورنې له عملیاتو سره د مالي مرستې کچه به زیاته کړي.
د نیپال چارواکي واي په دغه هېواد کې د روانې میاشتې په ۲۵ مه نيټه راغلې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېره تر ۵۰۰۰ اوښتې ده.
نرېندر مودي وویل، زموږ په هڅو کې افغان ماشومان ځانګړې پاملرنه لرې. نن زه په کابل کې د حبیبیه سکول، اندرا ګاندي روغتون،د ماشومانو زړه ناروغانو روغتون لپاره د تازه مرستې اعلان کوم.
د نیپال سرښار کټمنډو ته د نړي والو امدادي ادارو او د لټون کونکو ډلو د رسیدو لړۍ شورو شوي ده.
نور وښیئ