د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما له خپلو سلاکارانو سره د عراق امنیت څېړلی


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سېشنبې په ورځ د دې لپاره له خپلو امنيتي سلاکارانو سره وليدل چې عراقي قبايلو ته د روزنو او وسلو ورکولو په اړه خبرې وکړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د سېشنبې په ورځ د دې لپاره له خپلو امنيتي سلاکارانو سره وليدل چې عراقي قبايلو ته د روزنو او وسلو ورکولو په اړه خبرې وکړي.

د دې ګام هدف دا دی چې له داعش وسله والې ډلې څخه د رمادي ښار په بيرته نیولو کې له عراقي قبایلو سره مرسته وشي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې باراک اوباما د عراق د وزیرانو شورا د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د پوځ لپاره به نوي عسکر اخلي او د انبار ولايت له چارواکو سره به يو ځای کار وکړي چې ژر ځايي قبايل وروزل شي.

پر سپېنه ماڼۍ په کانګریس کې د رپبلګن ګوند له خوا له دې کبله زیاتې نیوکې کېږي چې ولې داعش وسله والې ډلې د تېرې اونۍ په پای کې د رمادي ښار ونیوی.

خو سپېنه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما تر دې لیدو کتو ورسته یو ځل بیا د عراق له وزیراعظم حېدر العبادي سره کلک ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې مرستیال ولسمشر جو بایډن ، د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ، د دفاع وزیر اېش کارټرشامل وو.

دا په داسې حال کې ده چې د رمادي ښار په ختیځ کې د ایران ملاتړ لرونکې شعییه ملېشې په زرګونه غړي د دې ښار بیرته نیولو لپاره تیاري کوي.

د عراق د رمادي ښار په لويديځ کې د شييعه مليشې هغه په زرګونه غړي راغونډ شوي دي چې ویل کېږي ایران یې ملاتړ کوي.

دوی د عراق په لويديځ کې د رمادي ښار د بيرته نيولو لپاره تياری کوي چې د اسلامي دولت سخت دريځو لاسو ته لوېدلی دی.

د انبار د پوليسو مشر د سېشنبې پر ورځ ويلي چې ګڼ سرتېري د رمادي ښار په اوه کيلو میټرۍکې په حصيبه نومي سيمه کې راټول شوي دي.

تر دې وړاندې خبر ورکړل شوی وو چې شا او خوا ۳۰۰۰ مليشې له رمادي ښاره ليرې په يوه پوځي کمپ کې تيار ناست دي.

د اسلامي دولت سخت دريځو دوې ورځې مخکې رمادي ښار ونیوی.

د امريکا په مشرۍ اييتلاف ویلي چې د مې له اتلسمې راهيسي يې د اسلامي دولت پر اهدافو ۲۱ هوايي بمبارۍ کړې دي چې اووه يې په شام او ۱۴ يې د رمادي په ګډون په عراق کې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG