د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هند له چينه تجارتي برابري او شخصي پانګونه غواړي'


چين ته د لومړي وزیر مودي د سفر په اړه شنونکي باور څرګندوي چې دا به په سوهېلي آسيا کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د هند وزيراعظم نريندر مودي د پنجشنبې په ورځ په درې ورځنې سفر چين ته ولاړ او په لومړۍ ورځ يې د دې هيواد له ولسمشر شي جینپینګ سره وليدل. که څه هم د نوموړي د سفر مهمه اجنډا پانګونه او دوه اړخيزه تجارت ته وده ورکول ده خو شنونکي په دې باور دي چې په دې سفر کې به پر يو شمېر نورو اقتصادي او امنيتي چارو خبرې اترې وشي.

مودي په داسې وخت کې د چين سفر کوي چې دا هېواد د سيمې په بېلا بيلو هيوادونو کې په مختلفو څانګو کې پانګونه کوي. له وزيراعظم جوړېدو وروسته چين ته د مودي دا لومړی سفر دی. په نوي ډيلي کې خبريال او د سيمه ايزو چارو شنونکی پراوين سوامي وايي چې مودي د چين قدر کوي او هغه وخت يې هم د چين سفر کړی و کله چې په ۲۰۰۲م کال کې په ګجرات ايالت کې تر نسلي فساداتو وروسته امريکا او ځينو اروپايي هيوادونو د نوموړي پر ورتګ بنديز لګولی و.

((وزيراعظم مودي د چين ډېر قدر کوي. له وزيراعظم جوړېدو وړاندې کله چې نوموړی د ګجرات وزيراعلی و، هغه وخت يې هم څو ځلې چين ته سفر کړی و. مودي غواړي چې په شخصي پانګونه کې د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې مضبوطه شي. چين د هند تر ټولو لوی اقتصادي شريک دی خو ځينې ستونزې شته. هند ګيله لري چې له چينه ډېر مالونه راځي او د هند لږ مالونه ورځي نو دا يو ډول تجارتي نابرابري ده. چين دا دريځ لري چې په هند کې يې د ناامنۍ له کبله زياته پانګونه نه ده کړې خو دا ځل به د چينايي پانګه اچوونکو لخوا ډيرې ژمنتياوي و ښودل شي، په ځانګړې توګه په شخصي څانګه کې.))

چین په دا وروستيو کې له پاکستان سره يو شمېر اقتصادي قراردادونه لاسليک کړل او ټاکل شوې ده چې دا هيواد به په پاکستان کې څه باندې ۴۵ بیليونه ډالره لګوي. دا چې هند په کومو څانګو کې د چين همکارۍ ته هيله من دی؟ سوامي زياتوي چې د رېل او سړک جوړونې په برخه کې چين تر هند لس، پنځلس کاله مخ ته دی نو په همدې برخه کې به مرسته ورڅخه غواړي.

((هند هيله لري چې چين به د رېل او سړک په برخه کې پانګونه وکړي. د دې لپاره د پيسو زياته اړتيا ده او چين يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډېرې زياتي پيسې لري او هغه په تجارت کې لګول غواړي. مودي به اوس چين ته دا باور ورکوي چې د انفراسټرکټر [بنسټيزه رغونه] په برخه کې د پانګونې شته خنډونه په راتلونکو کلونو کې ليرې کړي.))

د پانګونې او پرمختيايي پروژو لپاره امنيت مهم عنصر ګڼل کېږي خو د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې يو شمېر هېوادونه د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ دي. هند پر پاکستان دا تور پورې کوي چې نه يوازې په افغانستان کې پر هندي اهدافو په بريد کې د ترهګرو مرسته کوي بلکې هند ته هم ترهګر ليږي. که څه هم پاکستان دا تورونه رد کړي دي خو آيا د سيمه ايز امنيت په برخه کې به هند او چين د پاکستان په اړه بحث وکړي او که نه؟ شنونکی پراوين سوامي څه دا ډول فکر لري.

((دواړه مشران به د پاکستان په اړه زياتې خبرې ونکړي ځکه د دې سفر مهمه اجنډا تجارت ده. خو نور هندي او چينايي چارواکي به په څنډه کې په نورو غونډو کې پر سيمه ايز امنيت بحث کوي ځکه هند فکر کوي چې چين اوس په افغانستان کې مهم رول لري او بلخوا پر پاکستان هم زيات نفوذ لري. نو پر سيمه ايز امنيت او د ناامنۍ او ترهګرۍ په برخه کې به د پاکستان په اړه ضرور بحث کيږي خو په هند کې پاليسي جوړړونکي زياته تمه نلري چې چين به دا وخت په سياسي توګه په لويه پيمانه ځان ښکېل کړي.))

د چين ولسمشر شي جینپینګ د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر مياشت کې د هند سفر کړی و او اوس چين ته د مودي د سفر په اړه شنونکي باور څرګندوي چې دا سفر به په سوهېلي آسيا کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG