د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ به د سترې بریتانیا لپاره کار کوو: کېمرون


ډېویډ کېمرون ژمنه ښودلې چې د لویې بریتانیا د لا ستروالي لپاره به د «یوه ولس» لپاره د حکومت مشري کوي.

د بریتانیا په ټاکنو کې د ډېویډ کېمرون په مشرۍ دودپالي «کنزروېټیو» ګوند په ټولټاکنو کې خپل ټول سیال ګوندونه ترشا پرېښودول. او له دې سره یې د راتلونکې دورې د واک چارې یو ځلبیا د خپل ګوند په غاړه کړې. خو په سکاټلېنډ کې بیا د نیکولاس سټرجن په مشرۍ سکاټلېنډي ملي ګوند په نه منونکې توګه میدان یووړ او په ۵۹ کسیزه ولسي جرګه «پارلمان« کې یې ۶۵ څوکۍ تر اوسه وړې دي.

دودپالي نه یوازې په انګلستان کې له ۳۳۱ څوکیو سره پر مخ دي، بلکې په وېلز کې هم تر نورو ګوندونو مخکې دی.او بې له اېتلافه به په پارلمان کې د خپل اکثریت په مټ حکومت جوړ کړي.

کاګر ګوند ۲۳۲، سکاټلېنډی ملي ګوند ۵۶، لیبرال ډیموکراټان ۸، او نورو ګوندونو۲۴ څوکۍ وړې دي.

ډېویډ کېمرون ژمنه ښودلې چې د لویې بریتانیا د لا ستروالي لپاره به د «یوه ولس» لپاره د حکومت مشري کوي.

بي بي سي انګلیسي ووبپاڼه لیکي، د بکنګم ماڼۍ له لیدو پس، نوموړي د خپل دفتر «لسمه شمېره» مخې ته به څرګندونو کې وویل، بریتانیا د یوې ځانګړې ژۍ خوا ته څکېدله.

د کېمرون سیالانو، کارګر ګوند مشر يډ میلیبنډ، نیک کلېګ او ماجېل فراژ ټولو په ټولټاکنو کې له نهیلي کېدو پس استعفا ورکړه.

د لیبرال ډیموکراټ ګوند په اوسنیو ټاکنو کې۴۹ څوکۍ وبایللې، او څنګه چې پایلې جوتې شوې نو د ګوند مشر نیک کلېګاستعفا هم ورکړه.

په ۲۰۱۰ کال کې د لیبرال ډیموکراټ ګوند، ۵۷ څوکۍ ګټلې وې او له دودپالي ګوند سره یې اېتلافي حکومت جوړ کړی و.

د جمعې ورځې ګهیځ بریتانويو رسنیو وړاندوینه کړې وه چې کنزرویټيو ګوند به په پارلماني ټاکنو کې لوی اکثریت ترلاسه کړي، او د رایو شمېر هم وښودله چې دوی تر ټولو مخکې دي.

په دې ترڅ کې د کارگر گوند همدا شان په انگلند او ویلز کې هم پاتې راغی. د کارگر گوند مشر اېډوارډ ملیبېنډ د زیارت ورځ ټولټاکنې" زښته نهیلې کوونکې" و گڼلې او بېګا شپه یې د خپل گوند لپاره "یوه سخته" هغه وبلله.

هغه وویل چې په سکاټلېنډ کې ناکامي د "ملتپالنې زیاتوالي" نتیجه وه چې د کارگر گوند د ماتې سبب شو.

د بریتانیا پر ځای ناست وزیراعظم ډیویډ کېمرون په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې ده چې په اروپایي ټولنه کې پاتې کیدو او یا له هغې څخه د وتلو په باب به یوه عمومي نظرپوښتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG