په عراق کې دا شیعه ملېشه سرتېري، د رمادي ښار بیرته نیولو د عملیاتو چمتوالي په ترځ کې هلته راټول شوي دي.
رمادي د یکشنبې پر ورځ د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې لاس ته ولویده.
ویل کیږي چې د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي تر دې مخکې نه غوښتل رمادي ته چې اکثریت وکړي یې سنیان دي شیعه ملیشې واستول شي.
په همدې حال کې متحدو ایالاتو ویلي چې د رمادي په بېرته نیولو کې به له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د دې وزارت ویاند جېف راتکې (Jeff Rathke)د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې وویل:
((په دې کې شک نشته چې دا یوه ماتې وه، خوپه دې کې هم شک نشته چې امریکا به له عراقيانو سره د رمادي په بېرته نیولو کې مرسته وکړي.))
د انبار د ولایتي شورا رییس صباح کارحوت (Sabah Karhout)ویلي شیعه ملیشې دا مهال د حبانیه په نوم پوځي اډې کې دي چې له رمادي ۲۰ کیلومتره لرې پرته ده.
نوموړې ویلي چې ۳۰۰۰ ملېشه سرتېري به له داعشه د رمادي په ازادولو کې برخه واخلي.
بل خوا د داعش اعلامیه او عیني شاهدان وايي، چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو بیا له رمادي څخه د الخالدیه په نوم ښار ګوټي ترڅنډو پرمختګ کړی.
دا سیمه د حبانیه په پوځې اډې ته چیرې چې شیعه ملیشې د رمادي نیولو لپاره چمتوالی نیسي نژدې پرته ده.
په عین حال کې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ایتلاف الوتکو د داعش پراهدافو خپل بریدونه زیات کړي دي.
د رمادي په جګړوکې په وروستیو ورځو کې د پنځو سوو په شا او خوا کې کسان وژل شوي او په زرګونو نور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.