د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کانګرس دي د ایران، اټومي پروګرام تړون په اړه غور وکړی"


د دغه قانون په عملي کېدو سره به د امریکا کانګرس له ایران سره د تړون څارني تصویب او یا په ممکنه توګه د ردولو واک ولري.

د امریکا ولسمشر د یوه نوي قانون په لاسلیکولو سره د دغه هېواد کانګرس ته واک ورکړ چې د ایران اټومي پروګرام په تړون کې مداخله وکړي.

د دغه قانون په عملي کېدو سره به د امریکا کانګرس له ایران سره د تړون څارني تصویب او یا په ممکنه توګه د ردولو واک ولري.

ایران دا مهال د نړۍ له شپږو سترو طاقتونو سره هڅه کوي د جون میاشتي تر پایه پوري د اټومي پروګرام په اړه یوه وروستي تړون ته ورسېږي.

که دغه تړون وشي نو ایران به د لویدیځ له لوري د اقتصادي بندیزونو د لیري کېدو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي.

د اوباما له لوری د نوي لاسلیک شوي قانون له مخې به د امریکا کانګرس د دیرشو ورځو لپاره له ایران سره د وروستي تړون جاج اخلي او د مخالفت په صورت کې یې کولای شي چې رد یې کړي.

ولسمشر اوباما د جمعې پر ورځ د یهودانو یوې ټولنې ته په وینا کې وویل له دې کبله چې له ایران سره په دې تړون کې د ده نوم شامل دی، نو د ده په وینا هېڅ کله به یوه بده معامله ونه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG