د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټالیا په میډیټرانې کې تر ۴۰۰۰ زیات کډوال ژغورلي


د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت د دې بحران په اړه د بحث په بېړنۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د دې ټولنې دسرحدونو د ادارې فرونټکس ژغورنې له عملیاتو سره د مالي مرستې کچه به زیاته کړي.

د ایټالیا د ساحلي ګارډ چارواکي وايي، د شنبې او یکشنبې په ورځو، د لیبیا سرحد ته نژدې په سمندر کې له کشتیو څخه یې نژدې څلور زره او اته سوه کسان ژغورلي دي.

د دې ځواکونو یوه ویاند وویل چې د دوی عملیات به دوام وکړي. د چارواکو په وینا د ژغورل شويو کسانو هویت او اړوند هېوادونه تراوسه نه دي معلوم شوي خو ټول یې ایټالیا ته لېږدولي دي.

ایټالوي چارواکي وايي، د ژغورنې اولس بېلابېل عملیات د شنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شول چې یوه قاچاقبر غوښتل د سمندر له کرارۍ او تودې هوا څخه ګټه واخلي او ګڼ شمېر کسان له افریقا څخه اروپا ته روان کړي.

د راپورونو له مخې د روان کال له پیله تردې دمه لږترلږه ۱۷۵۰ کسان چې له مدیترانې سمندرګي څخه د کشتۍ په وسیله د اوښتو هڅه یې کوله مړه شوي. شاوخوا ۸۰۰ کسان تېره میاشت وروسته له هغه مړه شول چې کشتۍ یې د لیبیا سواحلو ته نژدې ډوبه شوه.

د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت د دې بحران په اړه د بحث په بېړنۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د دې ټولنې دسرحدونو د ادارې فرونټکس Frontex د ژغورنې له عملیاتو سره د مالي مرستې کچه به زیاته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG