د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیپال زلزله: د مړو شمېر تر ۵۰۰۰ واوښت


د نیپال چارواکي واي په دغه هېواد کې د روانې میاشتې په ۲۵ مه نيټه راغلې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېره تر ۵۰۰۰ اوښتې ده.

د نیپال چارواکي واي په دغه هېواد کې د روانې میاشتې په ۲۵ مه نيټه راغلې زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېره تر ۵۰۰۰ اوښتې ده.

د کټمنډو پولیس وايي په دې زلزله کې تر دې دمه ۵۴۸۹ کسان وژل شوي او ۱۱۴۴۰ ژوبل شوي دي.

د هېواد سرښار کټمنډو د دې زلزلې مرکز وو چې په نتیجه کې یې دغه هېواد کې د نړۍ ترټولو دنګ غر ماؤنټ ایوریسټ کې دواورې خوېدو لوجې لږ تر لږه نورلس کسان وژل شوي دي.

دا راز دغه زلزلې په ګانډي هېوادونو هند او بنګله دیش کې هم ۶۱ کسان وژلي او چین سرکاري خبري ادره ژینهوا خبر ورکوي چې په تبت کې یې هم ۲۵ کسان وژلي دي.

بلخوا د نړیوالې ټولنې لخوا نیپال ته د انساني مرستو لړۍ جاري ده چې پکې پاکستان هم دغه متاثرینو ته مرستندویه مواد استولي، دا راز د امریکا ولسمشر باراک اوباما د نیپال وزیراعظم سره ټیلیفوني خبرو کې د خواخوږۍ څرګندونه کړې او د مرستو وړاندیز یې ورته کړی دی.

هلته ملګرو ملتونو د متاثرینو سره د بنیادي انساني مرستو په لړ کې له نړیوالو ۴۱ کروړه او پنځوس لاکه ډالرو د مرستو اپیل کړې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG