په کراچۍ کې مذهبي عالم قاري محمد عثمان وايي چې اسلام هېڅکله د بې ګناه خلکو د وژنی اجازت نه ورکوي او څوک چې دا کار کوي هغه مسلمان نشي کېدای.
دا غونډه د ځینو سياسي ګوندونو له لورې پر کاشغر- ګوادر منصوبه له تحفظاتو ورستو رابلل شوې وه.
د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د خارجه چارو دفتر ویاند قاضی عطاالله وویل چې د افغانستان خاروه د پاکستان خلاف استعمالېږي او پاکستان پدې لړ کې د خپل تشویش اظهار افغانستان ته کړی دی.
ای اېچ ار په خپل يو راپور کې وويل، چې پاکستان حکومت په ملک کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي خو د دې باوجود له هېواده د ګوزڼ د رنځ په مکمله توګه خاتمه نه ده شوې
پيښتني سیمو ته د ګوادر – کاشغر لارې اقتصادي ګټې د چین او پاکستان ترمنځ له کاشغره تر ګوادره یوه اوږده لاره غځول کېږي چې د چین هېواد پیداوار تر ګوادره بندره ورسول شي او د نورې نړۍ توکي له همدې بندره چین ته ولېږدول شي. د دې اقتصادې لارې تر څنګ به د رېلوې پټړۍ، فایبر اپټیکس، د ګېس نللیکې غځول کېږي او له دې پرته به یې پرغاړو نزدې ۲۷ اقتصادي زونونه جوړېږي. د مشال راډيو همکار بوریوال کاکړ د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي سره د ګوادر – کاشغر لارې معاشي ارزښت څېړلی دی
امريکايي چارواکو دا نظر په غوڅه توګه رد کړ چې ګواکي د خليجي ايتلاف مشران له ايران سره د اوباما پر ډپلوماسۍ د نه ډاډ څرګندولو په توګه په غونډه کې ګډون نه کوي.
په تېرو څو مياشتو کې ليدل شوي چې زياتره وخت د پاکستان استخباراتي او پوځي مشرانو د افغانستان سفرونه کړي دي.
«د پښتنو وینو بې قدره ده، او بل پښتانه په لسو برخو کې وېشلي دي نو ځکه د پښتنو خبره زور نه لري»
د ګډو خطرونو پر وړاندې باید یوه تګلاره ولرو چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی او د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی.
سفير کله هم له داسې جرګو او ډلو سره نشي مېلاوېدلی چې پکښې دا قسمه خبرې کېږي او که يو سفير د بل ملک په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي نو دا ښه خبره نه ده.
دا د پاکستاني رياست مسوليت دی چې د خلکو حفاظت وکړي خو حکومت په قبايلي سيمو کې دا زمه واري نه ده اخيستي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونه هېڅ نشته دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته