د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۱۲ می خونړۍ پېښې قاتلان ولې نه نیول کېږي


«د پښتنو وینو بې قدره ده، او بل پښتانه په لسو برخو کې وېشلي دي نو ځکه د پښتنو خبره زور نه لري»

عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټي می ۱۲مه د د هغې خونړۍ پېښې پر ضد د تورې ورځ په توګه لمانځي چې اته کاله مخکې په کراچۍ ښار کې رامنځته شوې وه. عوامي نېشنلګوند د چارواکو په خبره په هغه برید کې يواځې د دوی ۲۵ کارکنان وژل شوي ول خو پوښتنه دا ده چې د دې وژل شوو پښتنو وژونکې په دې تېرو اتو کلونو کې ولې ونه نيول شول.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر لطيف اپريدی وايي، هغه ځکه چې د پښتنو مشران په خپلو کې سره تقسيم دي او چا چې دغه کسان وژلې هغه ډير طاقتور دي.

«د پښتنو وینو بې قدره ده، او بل پښتانه په لسو برخو کې وېشلي دي نو ځکه د پښتنو خبره زور نه لري»

خو په کراچۍ کې د سياسي چارو کارپو اجمل خټک کشر بيا وايې چې عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له سياسي مصلحتونوکار اخلي اود ده په خبره دې ګوندونو د متحده قامي مومنټ خلاف يواځې ايف اي آر قدرې هم نه دې درج کړی.

«د عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا مېپ لخوا د خپلو کارکنانو د قاتلانو لخوا اېف ای ار هم نه دی درج کړی او که درج شوی هم دی نو هغه سرکار کړی دی. د سیاسي ګوندونو سیاسي مصلحتونه دي»

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان دا خبره مني چې دوي د ايم کېو پرضد ايف آر نه دې درج کړې خو نوموړی وايې چې په دولسمه مۍ وژل شوي کسان د عدليې د بحالۍ لپاره روتلې وو او دا د عدليې زمه واري جوړيږي چې د ايم کېو ايم او د هغه وختد پوځي واکمن پرويز مشرف خلاف له خپلې خوا نوټس واخلي.

«دا داسې مسله وه، چې زموږ د ټولو ګوندونو کارکنان د عدلیې د بحالۍ په مبارزه کې شهیدان شوي دي، نو دا د هغه وخت د عدالتونو ذمه واري وه چې د پوځي ډیکټېټر پروېز مشرف خلاف یې مقدمه درج کړې وه.»

بلخوا بيا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبې مشر عثمان کاکړ وايې دوي هڅه کړې چې د متحده قامي مومنټ خلاف قانوني کاروايې وشي خو د ده په خبره د کراچۍ پولیس د ياد ګوند خلاف د څه قسمه ګام پورته کولو ته تيار نه دي.

«د کراچۍ د خونړۍ پېښې ذمه واره اېم کیو اېم او د هغه وخت پوځي ډیکټېټر جنرال پروېز مشرف وو. او د شهیدانو کورنیو غړو اېف ای ار هم درج کړی دی خو د کراچۍ پولیس د اې کیو اېم او د مشرف له ویرې تر پښو لاندې کړي دي»

په کال ۲۰۰۷ ک په نن ورځ په کراچۍ کې خونړۍ پیښه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د پښتون قام پرسته ګوندونه په خبره د دوي په لسګونو کارکونکې وژل شول. د پیښې ښکار شوي کسان هغه وخت د لیری کړل شوي چيف جسټس افتخارمحمد چودري د بحالۍ لپاره روتلې وو. که څه هم عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټي د يادو وژل شوو کسانو تور په متحده قامي مومنټ لګوي خو هغوي دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG