د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هند 'را' افغان خاوره د پاکستان خلاف کاروي'


د خارجه چارو دفتر ویاند قاضی عطاالله
د خارجه چارو دفتر ویاند قاضی عطاالله

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د خارجه چارو دفتر ویاند قاضی عطاالله وویل چې د افغانستان خاروه د پاکستان خلاف استعمالېږي او پاکستان پدې لړ کې د خپل تشویش اظهار افغانستان ته کړی دی.

د پاکستان بهرنو خارجه چارو دفتر ویاند وایي چې پاکستان کې د ترهګرې په کاروایانو کې د هندوستان استخباراتي اداره را ککړه ده.

«د پاکستان او افغانستان ترمینځه دوه اړخیز تعلقاتو کې دا خبره په ډاګه کړل شوې ده، چې موږ به خپله خاوره د یو بل خلاف کارولو اجازه نه ورکوو. پاکستان خپل تشویش افغانستان ته وړاندې کړی دی چې د هند استخباراتي اداره ‘را’ دې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ناقرارۍ خورلو لپاره نه استعمالوي»

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي چې پاکستان به مخکې داسې ښکاره خبره نه کوله خو اوس له څه مودې راهیسې وایي او پدې لړ کې د هند استخباراتي اداره ‘را’ خلاف څه شواهد یې امریکا ته هم ورکړي دي او افغانستان ته هم.

«پاکستان د ترهګرۍ په پېښو کې یو خو خارجي لاس کیدای شي او بل له دې علاوه په ملک کې هم داسې ډېر تنظیمونه او ډلې دي چې هغوی په ښکاره بریدونه کوي او بیا دعوا هم کوي. پاکستان د دې مخنیوي لپاره ډیرې طریقې استعمال کړې دي او له دوی سره یې د خبرو کوښښ وکړو، د هغوی خلاف یې عملیات وکړو، چې اوس هم په شمالي وزیرستان او خېبر ایجنسې کې روان دي. خو د پخوا غوندې لویې حلمې اوس کمې شوې دې او کله نه کله یوه لویه حمله وشي او د خلکو تشویش زیات شي، خو داسې ښکاري چې حکومت په خپل کار کې پاتې راغلی دی»

د ترهګرۍ خاتمې لپاره د پاکستان او افغانستان مشرکه کاروایانو په اړه د خارجه چارو دفتر ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پدې لړ کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف کابل کې مشترکه پریس کانفرنس ته خطاب واضحه دی، چې دا عملیات به مشترکه نه وي بلکې دواړه ملکونه به د یو بل کمک کوي.

یاده دې وي په دغه مشترکه پریس کانفرنس کې وزیراعظم نواز شریف دا هم ویلي ول چې د دواړو ملکونو تعلقات په درې بنیادي اصولو د ساتلو اتفاق شوی دی. یو د عدم مداخلت پالیسي به وي. دویم د یو بل خلاف به خپله زمکې استعمالولو اجازت نه وي او درېیم دا چې د یو ملک دښمن به د بل ملک دښمن ګڼل کېږي.

د خارجه چارو دفتر ویاند خپلو خبرو کې دا هم وویل چې امن نه صرف د پاکستان او افغانستان ولسونو بلکې د ټولې منطقې لپاره ښه دی.

ده وویل چې افغانستان کې امن او استحکام لپاره پاکستان د افغانستان په مشرې کې د روغې جوړې کوشش حمایت کوي.

XS
SM
MD
LG