د خيبر پښتونخوا په سوات کې د امن کميټۍ یو بل غړی وژل شوی دی. چارواکي وايې، په تيرو شپږو مياشتو کې د امن کميټۍ ۸ غړي وژل شوي دي.
فيصل باري پرمخ ليکي چې د ټولني راتلونکې جوړول د ښوونکو، ليکوالانو، نوښتګرو او کاروباريانو کار دی او د ده په وينا هم دغه خلک دي چې په پاکستان کې وژل کيږي.
دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکریټري اعزاز احمد چوهدري د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وکړې.
له مشال راډيو سره خبرو کې دقامي اسمبلۍ غړېنفيسه شاه وويل چې د ترهه ګرۍ پر ضد د قامي تګلارې وروستو حکومت ځېنې داسې اقدامات کوي چې پخپله به ترې حکومت ته نقصان ورسي چې پکې يو سائبرجنايي قانون هم دى.
هند غواړي چې د لس کلونو په مخه په چابهار کې دوه لنګرځایونه اجاره کړي. پردې بندربه څه باندې ۸۵ میلیونه ډالر مصرف شي.
له يوه اوږه ځنډ وروسته د افغانستان د بيا پخلايني پروسه يو ځل بيا پيل شوېده. څو ورځي وړاندي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په قطر کې غير رسمي خبرې اترې وشوې. دا خبرې د څېړنيزې ادارې پګواش لخوا رابلل شوي یوه کانفرنس پر مهال شوي دي. دا لومړۍ ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د دواړو غاړو ترمنځ د نړی په مختلیفو ښارونو کې مذاکرات شوي وو خو هېڅ نتيجه یې ورنکړه. پوښتنه داده چې ايا دا ځل به خبرې اترې کاميابه شي او که څنګه؟ عبدالحي کاکړ پخپل رپورټ کې هم داپوښتنه څېړلې ده.
له طالبانو سره په قطر کې دا غير رسمي خبرې چې رسمي مذاکراتو ته د لار جوړولو هيلې يې زياتې کړې دي، په داسې حال کې کېږي چې په دې غونډه کې د حقاني شبکې استازي شامل نه ول.
په بنو کې د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبایلو پرون دوشنبې پر ورځ د یوې جرګې د لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بې کوره شویو قبایلو د بیرته ستونولو لپاره دې ورته یوه واضحه کړنلاره اعلان کړي. دوی غوښتنه وکړه چې میران شا او میرعلي ته دې د کډوالو د ستنولو لړۍ زر پیل کړي او همدارنګه د وزیرو او داوړو دې په شریکه د ستنولو لړۍ پیل کړي. دغو مشرانو حکومت ته ګواښ وکړ چې که د روانې میاشتې تر شلمې نیټې پورې یې د دوی د بیرته ستونې پلان واضح نکړ نو دوی به په لارو کوڅو کې احتجاج پیل کړي. په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیاتو لکونه قبایلیان بنو، پېښور او نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ کړي وو.
د ښرنې په زندان کې یو تن بندي چې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي، چې دا فرصت په دې ښه دی، چې د ښوونځي ازموینه به همدلته ورکړي او د بند تر خلاصیدو وروسته به د کانکور ازموینې ته برابر وي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته