له مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکې نثار مومند وايي چې نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې کله هم د قبايلي سيمو اوسېدونکو لپاره څه امداد رالېږي نو څارنه دې هم کوي
''دیني زدکړې خو زموږ د ایمان او ژوند برخه ده؛ مګر د ساینسي علومو ضرورت ځکه دی چې د دنیا مسایل او مشکلات له هر چا سره تړلي دي او عصري زدکړې که چا وکړې، نو دغه مشکلات په ښه توګه سنجولی شي''
له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو څیړونکی طلعت مسعود وایي داسې خلکو ته سزا ورکول یو ښه پیل دی.
د پښتنو په سيمو کې له کلونو راهيسې د تشدد روانو پېښو کې زياتوالی راغلی دی. تشدد په ټولنه کې په انفرادي ډول هم ډير شوی او وسله وال جنګونه هم پراخ شوي دي. آيا په داسې وخت کې د برداشت زياتولو او عدم تشدد رواجولو هڅې ځای نيولی شي؟ په دي اړه د بشيرګواښ د سولې خپرونه اورو
خو ارګ بیا له ای اس ای سره شوی تفاهملیک د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې لپاره ګټور ګڼي، او زیاتوي چې پدغه تفاهملیک کې د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه اصلا نده مطرح شوې.
د سروی په خپرونه کې مو له پېښوره پلوشه عباس مېلمنه کړې ده. پلوشه د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مرستیاله مشره ده. هغه د تېر یو کال راهیسې په دې نظام کې د ځوانانو لپاره کار کوي. پلوشه د ښځو سیاسي حقونو پوهاوي پيدا کولو په مقصد کېمپېنونه چلوي. نومړې په شخصي ټوګه یوه ټولنېزه فعاله هم ده چې په
''د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي ــــ خو په ریاستي نظام کې ځني داسې کمزورۍ ده چې له کبله يي دغه حقونه عملي کیږي نه.''
د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي، د دې تړون له مخې حکومت هم له وزيرستانيانو وسلې راټولوي او هم ورته وايي چې د امنيت ساتلو لپاره وسله وال لښکر جوړ کړي.
په پاکستان کې شپږ کاله وړاندې د نړیوال کرکټ شلېدلې لړۍ بیا لپاره د زمبابوې کرکټ لوبډله د سېشنبې په ورځ لاهور ته رسېدونکې ده.
يوه خبره يقيني ده، چې د پاکستان ناکامېدل به نوره ترهګرۍ او مرګونه رامنځ ته کړي، او د دې ذمه وار به پخپله دغه هېواد وي.
د مې میاشتې ۷ مه د حسیبې شهید درېیم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، درې کاله وړاندې په همدې ورځ د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله بیا يې په روغتون کې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې. خو د حسیبې یادونه، د هغې له ژونده ډکه مسکا او احساس نن هم ژوندي دي. د هغې د اواز خواږه اوس هم د هغې د مینه والو په لاشعور کې ازانګې کوي. دوى له مړينې سره- سره ژوندي وي او د ژونديو انسانانو د ژوند لار روښانوي. ژوند نیمګړی دی خو د ځينو خلکو له تګ سره نور هم نیمګړی او بې خونده شي. د داسې انسانانو نه موجوديت احساسېږي. حسیبه یوه داسې خبریاله او شاعره وه چې لاړه، خو له ځان سره يې د خپلو مینه والو د برخې سپرلي هم یووړل. پر ګوردې یې نور وي. امین
د پاکستان په کراچۍ ښار کې څو ورځې وړاندې وسله والو پر یو بس ډزې وکړې او د اسماعیلي مسلک سره تړاو لرونکي ۴۳ کسان يې ووژل. په اقلیتونو د بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمیر هزاره ګان ، هندوان او عیسایان او د نورو یو شمیر اقلیتونو غړي د هیواد نه په تیخته هم مجبوره شوي دي. په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه شهاب خټک وايي، د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي خو په ریاستي نظام کې ځنې داسې کمزورۍ ده چې له کبله يې دغه حقونه عملي کېږي نه. شهاب خټک زیاتوي:په کراچۍ کې میشت خبریال او لیکوال علي ارقم بیا وايي چې د پاکستان له جوړیدو سره سم ځنې داسې مذهبي مشران او سیاستمداران د پاکستان په پالیسو غالب شو چې سخت دریزه وو او غوښتل يې چې د خپلې خوښې مذهبي فکر په خلکو په زور اومني. نوموړې وايي، په اسلام اباد کې میشت د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي نه خو د سیاسي ګوندونو له خوا او نه د ریاستي ادارو له خوا د اقلیتونو د خوندي کولو لپاره څه ګامونه اخستل کیږي. تراوسه پورې د اقلیتونو او بشري حقونو د خوندي کولو معامله مدني ټولنو اوچته کړې ده خو ولې اوس د مدني ټولنې غړي هم د بریدونو ښکار دي. ایمل خټک نور وايي،د مذهبي ازادیو په اړه د امریکه یو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ صورتحال ډېر خراب دی. او د مذهبي اقلیتونو د تحفظ په اړه د ریاستي ادارو ردعمل مناسب نه دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته