د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ څاڅکو اخیستو موده نوره وغځول شوه


ای اېچ ار په خپل يو راپور کې وويل، چې پاکستان حکومت په ملک کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي خو د دې باوجود له هېواده د ګوزڼ د رنځ په مکمله توګه خاتمه نه ده شوې

د روغتیا څارونکې نړيوالې کميټۍ (ای اېچ ار) له پاکستانه باهر په سفر کولو د ګوزڼ څاڅکو اخیستو شرط تر د دريو نورو مياشتو لپاره غځولی دی.

ای اېچ ار په خپل يو راپور کې وويل، چې پاکستان حکومت په ملک کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي خو د دې باوجود له هېواده د ګوزڼ د رنځ په مکمله توګه خاتمه نه ده شوې نو پاکستان دې د درېو نورو مياشتو پورې نه صرف د هوايي ډګرونو بلکې سمندري او زمکني لارو د نړۍ نورو ملکونو ته سفر کونکو خلکو ته واکسين ورکولو عمل جاري وساتي.

د وزيراعظم هاوس د ګوزڼ د مخنيوې څانګې مشر ډاکتر رانا محمد صفدر مشال ريډيو ته وويل چې د يادې کميټۍ په شوې غونډه کې دوي د پاکستان نمائندګي کوله او دوي غونډې ته وويل چې د قبايلي سيمو، پيښور او د کراچۍ هغه پنځه نه شپږ لکه ماشومان چې مخکې ورته رسايي نه کېده هغلته هم موږ خپل کمپائن شروع کړيدې او کميټۍ زموږ دا کوښښونه وستائل

د سفري شرطونو په اړه د نوموړي وينا وه چې هغه ملکونه چې ترې نه د ګوزڼ وائرس بل يو ملک ته د منتقل کيدو خطره موجوده وي نو د هغوي لپاره دا سفارشات دي چې څومره کسان يي د ملک نه د نړۍ نورو ملکونو ته سفر کوي نو په باقائده توګه دې د ګوزڼ څاڅکي څکي او موږ د تير کال راهسې د نړيوالې هيلته ريګوليشن کميټۍ پدې سفارشاتو عمل کوو او زه دا خبره هم کول غواړم چې په پاکستان کې د ګوزڼمخ نيوي لپاره په ښه توګه کار روان دې او ای اېچ ار په خپل راپور کې د دې پخلې هم کړيدې نو موږ پراميده يو چې درې مياشتې ورستو په دې شرطونو کې به تر څه حده نرمي وکړې شي،

دا سفري شرطونه د درې نورو مياشتو پورې د غزولو پحقله د صحت د نړيوالې ادارې په پاکستان کې ويانده مريم يونس وايي دا بنديزونه انټرنيشنل هيلته ريګوليشن (ای اې ار) لګوي د صحت نړيواله اداره نه، آيي ايچ آر خپله د هر څه څارنه کوي زموږ اداره او يونيسف يي پارټنران دي ذکه چې موږ هم د صحت حوالې سره کار کوؤ او يادې ادارې په خپل راپور کې وويلې دي چې پاکستان په مکمله توګه د ګوزڼ رنځ په مخ نيوي کې کاميابه شوې نه دې خو دې کې هم څه شک نشته چې د پاکستان حکومت دې رنځ مخنيوي لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي،

ياده دې وې چې پاکستان کې د ګوزڼ مخ په زياتيدونکي کيسونو لوجې نړيوالې هيلته ريګوليشن کميټۍ د تير کال جون مياشتې نه پاکستان حکومت ته هدايت کړې و چې بغير له ګوزڼ څاڅکو څکلو دې خپل وګړو ته د ملک نه باهر د تګ اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG