''د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي ــــ خو په ریاستي نظام کې ځني داسې کمزورۍ ده چې له کبله يي دغه حقونه عملي کیږي نه.''
د شمالي وزيرستان قبايلي مشر ميرکالام خان وايي، د دې تړون له مخې حکومت هم له وزيرستانيانو وسلې راټولوي او هم ورته وايي چې د امنيت ساتلو لپاره وسله وال لښکر جوړ کړي.
په پاکستان کې شپږ کاله وړاندې د نړیوال کرکټ شلېدلې لړۍ بیا لپاره د زمبابوې کرکټ لوبډله د سېشنبې په ورځ لاهور ته رسېدونکې ده.
يوه خبره يقيني ده، چې د پاکستان ناکامېدل به نوره ترهګرۍ او مرګونه رامنځ ته کړي، او د دې ذمه وار به پخپله دغه هېواد وي.
د مې میاشتې ۷ مه د حسیبې شهید درېیم تلین دی. حسیبه شهید چې د مشال راډیو خبریاله وه، درې کاله وړاندې په همدې ورځ د چک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې اول ژوبله بیا يې په روغتون کې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې. خو د حسیبې یادونه، د هغې له ژونده ډکه مسکا او احساس نن هم ژوندي دي. د هغې د اواز خواږه اوس هم د هغې د مینه والو په لاشعور کې ازانګې کوي. دوى له مړينې سره- سره ژوندي وي او د ژونديو انسانانو د ژوند لار روښانوي. ژوند نیمګړی دی خو د ځينو خلکو له تګ سره نور هم نیمګړی او بې خونده شي. د داسې انسانانو نه موجوديت احساسېږي. حسیبه یوه داسې خبریاله او شاعره وه چې لاړه، خو له ځان سره يې د خپلو مینه والو د برخې سپرلي هم یووړل. پر ګوردې یې نور وي. امین
د پاکستان په کراچۍ ښار کې څو ورځې وړاندې وسله والو پر یو بس ډزې وکړې او د اسماعیلي مسلک سره تړاو لرونکي ۴۳ کسان يې ووژل. په اقلیتونو د بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمیر هزاره ګان ، هندوان او عیسایان او د نورو یو شمیر اقلیتونو غړي د هیواد نه په تیخته هم مجبوره شوي دي. په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه شهاب خټک وايي، د پاکستان په دستور کې د اقلیتونو حقونه خوندي دي خو په ریاستي نظام کې ځنې داسې کمزورۍ ده چې له کبله يې دغه حقونه عملي کېږي نه. شهاب خټک زیاتوي:په کراچۍ کې میشت خبریال او لیکوال علي ارقم بیا وايي چې د پاکستان له جوړیدو سره سم ځنې داسې مذهبي مشران او سیاستمداران د پاکستان په پالیسو غالب شو چې سخت دریزه وو او غوښتل يې چې د خپلې خوښې مذهبي فکر په خلکو په زور اومني. نوموړې وايي، په اسلام اباد کې میشت د سیاسي چارو کارپوه ایمل خټک وايي نه خو د سیاسي ګوندونو له خوا او نه د ریاستي ادارو له خوا د اقلیتونو د خوندي کولو لپاره څه ګامونه اخستل کیږي. تراوسه پورې د اقلیتونو او بشري حقونو د خوندي کولو معامله مدني ټولنو اوچته کړې ده خو ولې اوس د مدني ټولنې غړي هم د بریدونو ښکار دي. ایمل خټک نور وايي،د مذهبي ازادیو په اړه د امریکه یو نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ صورتحال ډېر خراب دی. او د مذهبي اقلیتونو د تحفظ په اړه د ریاستي ادارو ردعمل مناسب نه دی.
اسفندیار ولي خان وايي، پنجاب نه غواړي چې پښتون مېشتې سیمې شتمنې شي نو ځکه د ګوادر-کاشغر اقتصادي لارې د پښتون مېشتو سیمو پر ځای خپلو سیمو ته اړول غواړي. نوموړي تر ننۍ ټول ګوندیزې غونډې وروسته د مشال راډيو له خبریال خدای نور ناصر سره خبري کړې
سره له دي چې د پاکستان وفاقي حکومت څو ورځې وړاندې سياسي ګوندونو ته د ګوادر ـــ کاشغر اقتصادي لارې په اړه معلومات ورکړل او وي ويل چې دا لار به د پښتنو او بلوچ سيمو پنجاب ته نه اړوي خو ملت پاله سياسي ګوندونه وايي دا خبره سمه نه ده. د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر وايي دوی سره ګڼ سياسي ګوندونه ملګري دي او مرکزي حکومت به د دې لارې بدلولو ته نه پريږدي. نوموړې وايي چې شهباز شريف په پنجاب کې د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په اړه فیصلې کوي او د ترقياتي کارونو په منصوبو يې دستخطونه کوي چې د وړو صوبو سره زیاتی دی. بشرا ګوهر همداراز زياته کړه چې دوی به پنجاب د پښتنو له خولې مړۍ اخيستو ته نه پريږدي.
په پاکستان کې د مذهبي لږکیو پر چارو نظر لرونکی لیکوال عامر رانا وايي ، وسله وال ځکه شییعه ګان په نښه کوي چې دا د هغوی لپاره یو اسان هدف دی.
میرمن رولا غني په دې مراسمو کې په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې د افغانستان ښځې کمزورې نه دي، هغوی زیارکښه، غښتلې او زړورې دي
د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس امرالله صالح وايي، د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان مبارزه يو اړخيزه ده. پاکستان له افغانستانه د هغو وسله والو طالبانو پر ضد مرسته غواړي چې په پاکستان کې حملې کوي. دی وايي، افغانستان ته د پاکستاني وزیر اعظم په وروستي سفر کې څه ځانګړې او نوې خبره نه وه. ښاغلی صالح وړاندیز کوي چې د افغانستان حکومت بايد پاکستان ته د افغانستان پر وړاندي خپلې پاليسۍ ته د تغير ورکولو لپاره د شپږو مياشتو مهلت ورکړي. د پاکستان وزیر اعظم افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي ول چې له افغانستان سره پر پوله به له افغان ځواکونو سره په همکارۍ سره د ترهګرو پر ضد حملې کوي. دا پلان به څومره لاسته راوړنې ولري؟ ايا د افغانستان امنيتي ستونزه د خبرو له لارې هوارېدای شي؟ د ازادي راډيو همکارې ملالۍ بشير له ښاغلي امرالله صالح څخه دغه او ځينې نورې پوښتنې کړي دي او په سر کې يې ځنې پوښتلي چې ايا افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم وروستی سفر به د جګړې په ختمولو کې کوم مثبت رول ادا کړي؟
زمونږ صوبه کې خوا اوشا ۴۰۰۰ میګا واټه بجلي جوړیږی، او مونږ ته تقریباً ۲۵۰۰ میګا واټه بجلي پکار ده خو مرکزي حکومت مونږ ته د ۱۵۰۰ میګا واټه نه هم کمه راکوي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته