د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي دفاع لپاره تلو ته تيار يو: قبایلي مشران


سفير کله هم له داسې جرګو او ډلو سره نشي مېلاوېدلی چې پکښې دا قسمه خبرې کېږي او که يو سفير د بل ملک په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي نو دا ښه خبره نه ده.

د تېر زيارت په ورځ د متحده قبايل پارټۍ په مشرۍ کښې د څلوېښت کسانو يو پلاوې چې پکښې حبيب ملک اورکزئې، د شمالي وزيرستان نه ملک شاه نواز خان،سعودي عرب کښې د پاکستان پخوانې سفير عمر خان علي شېرزئ، د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ موجوده غړې حاجي بسم الله خان او دغه رنګ نور مشران شامل وو اسلام آباد کښې د سعودي عرب د سفير سره وليدل.

دې دوران د يمن په شخړه خبرې وشوې او قبايلي مشرانو ورته له خپلې خوا د سعودي عرب دفاع لپاره د قبايلي ځوانانو لېږلو وړانديز وکړو. د دغه وړانديز په اړه له مشال رېډيو سره په خبرو کښې د جرګې مشر او متحده قبايل پارټۍ چیېرمېن حبيب ملک اورکزي وويل چې قبايلو تل د اسلام او ملک لپاره قربانۍ ورکړې دي او په دې ملاقات کې یې د سعودي عرب سفير ته وويل که دوی غواړي نو کولی شو چې يو لاکـ وګړي د سعودي دفاع لپاره ولېږو.

ده زياته کړه چې د دې کار به دوی هېڅ معاوضه او يا تنخواه و نه غواړي.

له مشال راډيو چې کله د دغې وړانديز د پخلي او سعودي عرب د سفير ځواب په اړه د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ د غړي حاجي بسم الله خان نه تپوس وکړو نو ده وويل چې موږ د سعودي عرب سفير ته وړانديز وکړو خو هغه ویل چې له خپل مشرتابه سره له خبرو پس به ځواب درکړم.

خو پوښتنه دا ده چې دغه کسان له حکومت يا خارجه دفتر سره په مشوره د سعودي عرب سفارتخانې ته ورغلې وو؟ کله چې مو په دغه اړه د خارجه چارو له مشير سرتاج عزيزه تپوس وکړو نو هغه وويل چې نه ورته د دې معاملې پته شته او نه پرې خبرې کول غواړي البته د وزيراعظم مشير امير مقام بيا دا کار د خپل نوم او ذاتي ګټو ذريعه وبلله او زياته یې کړه چې د هر ملک يو قانون او نظام وي او هېڅوک د هغې پر ضد نشي تلی او نه سعودي عرب دا خواست قبلولی شي.

د سعودي سفير سره د جرګې ملاقات او هغه ته د جنګ لپاره د خپلو خلکو وړانديز کول څه معنا لري او آيا داکار له سفارتي ادابو سره سمون خوري. په دغه اړه پخواني سفير اياز وزير وويل چې دا د سفارتي ادابو او پاکستاني قانون خلاف ورزي ده. دی زیاتوي چې کوم يو سفير کله هم له داسې جرګو او ډلو سره نشي مېلاوېدلی چې پکښې دا قسمه خبرې کېږي او که يو سفير د بل ملک په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي نو دا ښه خبره نه ده.

ده زياته کړه چې د يوې جرګې له چا سره ميلاويده او بل ملک ته د جنګ لپاره د کسانو لېږلو مطلب د خپل ملک له قانونه خلاف ورزي ده. ځکه چې دا پاليسي چارې دي او دا فيصله به حکومت کوي.

XS
SM
MD
LG