د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامیه کالج زرګونو کتابونه ان لاین کوي


د پخواني اسلامیه کالج لایبریرې بنیاد کال ۲۰۱۳ کې ایښودل شوې وو او کال ۲۰۰۸ کې دې کالج ته د یونیورسټې درجه ورکړې شوه.

د زده کونکو لپاره د موجوده دور د تقاضو مطابق اسلامیه کالج یونیورسټې خپله کتابتون کمپیوټر ته منتقل کول شروع کړې چې مقصد یې په یوه کلک سره د مختلفو کتابونو په اړه زغرده معلومات ورکول دي.

د اسلامیه کالج یونیورسټې کتابتون چې د خیبر پښتونخوا له پخوانیو کتابتونو یوه ده ، پلان لري چې په لایبریرې کې شاه خوا نوي زرو پورې هر قسمه کتابونه د انټرنیټ د لارې زده کونکو پورې ورسوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د اسلامیه کالج یونیورسټې د لایبریرې مشر تحسین الله وویل اسلامیه کالج یونیورسټې د صوبې زده کونکو لپاره د خپلې لایبریرې خزانه د انټرنیټ د لارې کارول شروع کړې.

د ده په وینا چې اسلامیه کالج یونیورسټې خپل قدیم او نایابه کتابونه د صوبې نورو زده کونکو پورې رسول غواړي او غواړي چې زده کونکې خپل تحقیقاتي کار او معلومات د دې ان لاین لایبریرې د لارې ترلاسه کړې.

ده وویل چې اسلامیه کالج یونیورسټې جوړیدو نه پس د زده کونکو د زیات شمیر له وجې دا کتابتون کمپیوټر ته د منتقلولو فیصله اوکړه.

،، کله چې یونیورسټي کال ۲۰۰۸ کې جوړه شوه او د زده کونکو شمیر زیات شو، د ا وخت زموږ د زده کونکو شمیر اته زرو پورې دې نو دا ضرورت محسوسه شو چې موږ خپله کتابتون کمپیوټر ته واړوو او نن سبا هره کتابتون ډیجټایز کیږي ځکه چې زده کونکو لپاره ضروري ده چې زیات کار په لږ وخت کې اوکړې،،

تحسین الله خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اسلامیه کالج یونیورسټې لایبریرې دولس نیم سوو نه زیات د لاس لیکل شوې کتابونه هم لري او کوشش کوي چې اول هغه کتابونه کمپیوټر ته منتقل کړې شي کوم چې ضعیف حالت کې دې.

،، په لاس لیکل شوې کتابونو ته په پښتو کې مخطوطه وایې ، موږ سره دا کتابونه په فارسې ، پښتو او عربې کې پراته دې، موږ دا کتابونه د کمپیوټر د لارې اول زخیره کول شروع کړې ځکه چې دا ضعیف حالت کې دي،،

د اسلامیه کالج په کتابتون کې د ټولو پخوانې کتاب ابو فرح علی بن حسین اصفحاني نومې یو مصنف ۱۲۰۰ کاله مخکې لیکلې چې نوم یې کتاب الاغاني دې.

دا کتاب په څلورو برخو مشتمل دې چې پکې فزکس ، بایولوجي ، عربې ژبې ګرایمر او شاعري په عربې ژبه کې لیکل شوې ده.

یاده دې وي د پخوانې اسلامیه کالج لایبریرې بنیاد کال ۲۰۱۳ کې ایښودل شوې وو او کال ۲۰۰۸ کې دې کالج ته د یونیورسټې درجه ورکړې شوه.

XS
SM
MD
LG