'چین ته وايو، د اقتصادي راهدارۍ مخه دې نه اړوي'
د عوامي نېشنل ګوند يوه مشره بشرا ګوهر وايي، هغوی د چين ولسمشر پاکستان د راتګ هرکلی کوي، د دې په خبره د دوی يو پلاوې به هم د چين له ولسمشره سره ليده کاته کوي او هغه ته به وايي، چې ياده لاره د پښتنو له سيمو وا نه ړوي. بشرا ګوهر وايي، که څه هم د چين لخوا د دې لوی پراجېکټ سره به په دغه سيمه کې د چين رول زيات شي خو نوموړې وايي چين په دغه سيمه کې د امريکا ځای دومره زر نشي نيولی. د مشال راډيو همکار اسرار عالم ورسره مرکه کړې