د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مخالیفینو له افغان ځواکونو سره د مخامخ جنګېدو توان بایللی دی'


Afghanistan -- Afghan President Ashraf Ghani (R) and Chief Executive Abdullah Abdullah (L) meet the families of the victims of a suicide bomb attack in Jalalabad, April 23, 2015
Afghanistan -- Afghan President Ashraf Ghani (R) and Chief Executive Abdullah Abdullah (L) meet the families of the victims of a suicide bomb attack in Jalalabad, April 23, 2015

ولسمشر محمد اشرف غني وويل: د دولت وسله وال مخالفين له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګيدو توان نه لري، ځکه ماشومان او بې ګناه ولس په نښه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه ريس ډاکټر عبدالله د يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د پنجشنبې په ورځ ننګرهار ته تللي او هلته یې د تېرې شنبې ورځې د ځانمرګي بريد د قربانيانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړه او تسليت يې وړاندې کړی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې د وروستي ځانمرګي بريد د قربانیانو د کورنيو له غړو سره په شاهي ماڼي کې تر ليدو وروسته د ننګرهار ولسونو ته په خطاب کې وويل:د دولت وسله وال مخالفين له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګيدو توان نه لري، ځکه ماشومان او بې ګناه ولس په نښه کوي.

«هغه څوک چې زموږ ماشومان او ميرمنې وژني، په دې باندې دې پوه شي، چې د افغانستان دولت ته سقوط نه شي ورکولای. که ميړني دي، نو زموږ د امیتي قواوو سره دې مخامخ شي، دا د ميړانې کار نه دی چې بانکونو باندې حملې کوي. راشئ د افغانستان ولسمر ووژنۍ، سر مې د دې وطن نه قربان دی»

افغان ولسمشر وړاندې وويل، د يادې غمناکې پيښې وارثینو ورته وويل چې دوی ترینه د ځان لپاره هيڅ نه غواړي خو هیواد ته دې سوله راولي.

«زه ویاړ لرم، چې د داسې ولس ولسمشر اوسم چې د غم په ټغر ناست استازي جګيږي، او موږ ته وايي، چې موږ تاسو نه د ځان لپاره هيڅ نه غواړو، يوازې دوه شيان غواړو، امنيت راولۍ او تلپاتې سوله»

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجراییه رييس ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې د پيښې د قربانيانو له کورنيو ته د تسليت تر څنګ وويل چې دوی به په راتلونکي کې هم ننګرهار ته راځي او بنيادي ستونزو ته به حل لارې لټوي.

«انشاالله دا امید واري چې په راتلونکي کې دلته د خوشالۍ په مناسبت راشوو، نه يوازې ليدنه کتنه وکړو، بلکې هغو اساسي مشکلاتو ته چې تاسو ورسره مخامخ ياست او هغه اساسي توقعات چې تاسو لې لرئ، په هغه باندې خبرې وکړو»

افغان ولسمشر او اجراییه رييس نن د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې تر مازيګره د بیلابيلو قشرونو له استازو سره جلا جلا غیر مطبوعاتي کتنې ولري او د خلکو ستونزې به واوري.

د یادولو ده چې د تيرې شنبې په ورځ چې په جلال اباد کې مخابراتو څلور لارې ته څیرمه د ځانمرګي بريد له امله ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ تنه يې ټپیان کړي وو.

XS
SM
MD
LG