د لاسرسي ځای

'د کاشغر- ګوادر لاره هېڅکله اړولو ته نه پرېږدو'


په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ دا مهال د پاکستان په سفر دی، د پاکستان سرکاري راډيو وايې چې د چين ولسمشر به د پاک-چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې له مخې په يو شمېر لوظنامو او يادشتونو لاسليک وکړي خو د پاکستان ځېنې سياسي ګوندونه تور لګوي چې وفاقي حکومت غواړي د چين له کاشغره د بلوچستان تر ګوادره تجارتي يا د پاک-چين اقتصادي راهداري د پښتنو سيمو پر ځای پنجاب نه تېره کړي ، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چې په بلوچستان کې يې د مرکزي حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن ) سره ګډ حکومت هم دی د دې ګوند د بلوچستان صوبايې صدر او سينېټر عثمان خان کاکړ زموږ له همکار اسرار عالم مومند سره په مرکه کې ويلي که چېرې وفاقي حکومت له پښتنو سيمو ياده لاره واړوله نو دوي به په احتجاج لاس پوري کړي:

XS
SM
MD
LG