په سروی خپرونه کې له پېښوره ثوبیه نوشین مېلمنه ده. ثوبیه له نوښار سره تعلق ساتي او په سوشل ورک او د بشري مرستو په لړ کې کار کوي هغه د پېشې له پلوه یوه سافټ ویر انجنیره ده. ثوبیا د ولس یار (پیپلز فرینډ) په نوم د خېر ښېګړې تنظیم چلونکې ده.
د پاکستان سېنټ د ملک هغه یوازېنۍ ملکي اداره ګڼل کېږي چېري چې د ټولو صوبو استازي برابر شمېر لري خو د مذهبي اقلیتونو استازي په سېنټ کې د خپل شمېر په اړه ګیلې لري.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ویلي که یې د ګوند پارلیماني غړيو د خپل ګوند د سېنېټ اميدوارانو ته ووټونه ورنه کړل نو د خېبر پښتونخوا اسمبلي به ماته کړي.
ياده دې وي چې د وزيراعظم جوړيدو ورستو د نواز شريف دا سعودي عربستان پنځمه (٥) او په روان کال کې دا درېيمه (٣) دوره ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمودخان اڅکزي وویل، له نېشنل پارټۍ او مسلم لیګ ن سره د اتحاد بنیاد هم دا دی، چې د جمهوریت د بقا لپاره هلې ځلې وکړي او د خلکو وسايل د خلکو لپاره وي.
د پاکستان سرکاري خبر رسا اداره اې پي پي د سرتاج عزيز له خلې ليکي چې امنیت د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه وي او په دغه لړ کې پوځي او سياسي مشرتابه يوه خله دي.
د افغانستان سفير جانان موسازي د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سره وليدل او ورسره یې پر دوه اړخيزه چارو خبرې وکړې.
په ننګرهار کې د پښتونستان ليسې د سپورت استاد حقیق وايي، څه يې چې زده کړل، خپلو شاګردانو ته به يې ښيي.
خوستیانو له افغان حکومته وغوښتل، چې د طبعي افتونو او نورو ناڅاپي پيښو له کبله احتمالي زیانمنو سره دې مخکې له مخکې لازمو مرستو ته تیارۍ ولري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته